غزني ښار (پژواک، ١١ غويی ١٤٠٠): د غزني ولايتي شورا مرستيال وايي چې د طالبانو په بريد کې ١٧ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د غزني ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د غزني ښار په ارزو سيمه کې د ملي اردو پر يوې پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٧ د ملي اردو سرتېري وژل شوي، دوه ټپيان شوي او يو شمېر نور طالبانو له ځانه سره بيولي دي.
دى زياتوي: ((په ارزو سيمه کې يوه د ملي اردو، يوه د ملي امنيت او يوه هم د پوليسو پوسته وه چې د پوليسو او امنيت پوستو وړمه شپه او د ملي اردو پوستې تېره شپه سقوط کړى دى.))
خو د غزني د والي وياند رمضان جمعه زاده بيا دغه څرګندونې ردوي او وايي چې طالبانو د اروز په سيمه کې پر ځينو پوستو بريدونه کړي چې يوې پوستې تکتيکي شا تګ کړى دى.
د جمعه زاده په وينا، په غزني کې د طالبانو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو کلک مقاومت روان دى.
بل لورته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو د غزني په ارزو سيمه کې د حکومتي ځواکونو يوه قرارګاه او يوه پوسته نيولي چې په ترڅ کې يې ٢٠ د ملي اردو سرتېري ژوندي نيول شوي دي.
هغه وايي چې يو ټانګ، يو شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا په ټول هېواد کې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP