Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بګرام هوايي ډګر کې چاودنې یو کس وژلی او ۲۵ نور یې ټپیان کړي

چاریکار (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۰): د پروان امنیه قومانداني وايي، د پروان ولایت بګرام هوايي ډګر کې د ملي اردو مرکز دننه جومات کې چاودنه شوې چې د ملي اردو یو منسوب په کې وژل شوی او ۲۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د پروان امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالواسع رحیمي وايي، یاده پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

د یو بل خبر له مخې، د کابل ښار امنیتي سرچینو پر یوه نظامي افسر د ناکام برید خبر ورکړی دی.

یوې امنیتې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار د پولیسو اوومې حوزې اړوند چهلستون باغ پر سړک یو کس چې غوښتل یې د چهار اسیاب ولسوالۍ د للندر خلکو ټولنیزې شورا رییس او د مفرزه قطعې قوماندان جنرال خلیل امام زاده للندري ترور کړي، د نوموړي د ساتونکي له خوا پر ډزو ټپي شوی دی.

نوموړي په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.