مزارشريف (پژواک، ۱۱غويی ۱۴۰۰) : د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير وايي چې د نا امنيو او جګړو له امله د کورني بېځايه شويو شمېر ۴،۱ مليون تنو ته رسېدلى دى.
هغه دغه څرګندونې د غويي په ۱۱مه، مزارشريف ښار کې پر شاوخوا زرو بېځايه شويو کورنيو د نغدي مرستې لړۍ پيل کېدو پر مهال وکړې.
نور رحمن اخلاقي خبريالانو ته وويل، چې له دوی سره د شته ارقامو له مخې په ټول هېواد کې د جګړو او نا امنيو له امله د داخلي بېځايه شويو کسانو شمېر ۴،۱ میليون تنو ته رسېدلی چې له ډلې يې زرګونه کورنۍ بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه چې دغه شمېر دوی د اټکل له مخې ترتيب کړى او په وينا يې ياد وزارت کار کوي څو د داخلي بېځايه شويو او مهاجرينو کره شمېر تر لاسه کړي.
اخلاقي وويل: (( ځيني وخت د مهاجرينو او بېځايه شويو کسانو د کره شمېرو نشتون موږ له ستونزو سره مخ کوي، اوس په يو داسې سيستم کار کوو چې په ټول هېواد کې د مهاجرينو شمېر معلوم کړو، بايومټريک يې کړو او بيا له مستحقو کسانو سره کمک وکړو)).
د هغه په خبره، کډوالو چارو وزارت په پام کې لري، چې نږدې راتلونکې کې يو شمېر ولايتونو کې له نورو اړونده ارګانونو سره په همغږۍ پر مهاجرينو او بېځايه شويو کورنيو مرستې ووېشي.
نوموړي د يادې پروسې پر شفافيت هم ټينګار وکړ.
په ورته مهال بلخ کې پر شاوخوا زرو بېځايه شويو کورينو د نغدي مرستو لړۍ هم پيل شوه.
د بلخ ولايت مقام مرستيال غلام فاروق خپلواک په خپلو خبرو کې وويل، چې د نغدي مرستې په دغه لړۍ کې به له هرې اړمنې کورنۍ سره پنځلس زره افغانۍ مرسته وشي.
هغه زياته کړه، دغه کورنۍ د يوه منظم پلان او سروې له مخې لومړی تثبيت شوي او اوس ورسره مرسته کېږي.
د خپلواک په خبره، د جګړو او نا امنيو له امله مزارښار ته زرګونه کورنۍ راغلي، چې ډېری يې له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي.
نوموړي له مرستندويه ټولنو څخه هم وغوښتل، چې له بېرته راستنو شويو او داخلي بېځايه شويو کورنيو سره دې مرسته وکړي.
د بلخ د کډوالو چارو رييس سيد مسعود قادري پژواک ته وويل چې د دوی د شمېرو له مخې دمګړۍ مزارشريف ښار کې له ۲۵ زرو څخه ډېرې بېځايه شوې کورنۍ مېشتې دي.
هغه زياته کړه چې دوی خپلو امکاناتو ته په کتو له هغو بېځايه شويو کورنيو سره مرسته کوي، چې بېړنيو مرستو ته اړتيا ولري.
نوموړي اندېښنه وښوده چې ورځ تر بلې د جګړو په زياتېدو سره د کورنيو بېځايه شويو کسانو شمېر هم زياتېږي.
د بلخ د کډوالو چارو رييس په وينا، دوی له يو شمېر نړيوالو مرستندويه ټولنو سره هم اړیکې نيولي څو بېځايه شويو او بېوزله کورينو ته مرستې راجلب کړي.
محمد قربان د سمنګان ولايت له دره صوف ولسوالۍ څخه مزار ښار ته بېځايه شوی دی.
هغه پژواک ته وويل چې په سيمه کې يې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو زياتېدو سره دوی مجبور شول چې د خپلو سرونو خوندي ساتلو په موخه له هغه ځايه راووځي.
نوموړي زياته کړه چې اوس مهال د مزار ښار سوېل لور ته د بېځايه شويو کورنيو په يو کمپ کې د خپلې کورنۍ له اتو نورو غړو سره اوسېږي.
هغه د کډوالو چارو وزارت څخه مننه کوي چې له دوی سره يې نغدي مرسته وکړه، خو زياتوي چې دغه مرسته يې ستونزې نه شي حل کولای.
د يوې بېځايه شوې کورنۍ دغه سرپرست له حکومت څخه غواړي چې دوی ته دې د کار زمينه برابره کړي.
د کډوالو او مهاجرينو چارو وزير همدا راز وويل، چې دوی په دې لټه کې دي څو په ولايتونو کې بېځايه شويو کسانو ته د کار زمينه برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP