Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د اوړو او سرو زرو بیې ټيتې شوې دي

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۰): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د اوړو او سرو زرو بیې ټیتې شوې خو د بورې او غوړیو بیې لوړې شوې دي.

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې رییس زمري ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن (د غويي ۱۱مه) د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۷۵۰ افغانیو څخه ۱۶۶۰ افغانۍ ته را ټيټه شوې ده.

د هغه په خبره، د تقاضا د کمښت او وارداتو ډېرېدو له امله د اوړو بیه ټيټه شوې ده.

د نوموړي په خبره، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۲۰۰ افغانۍ څخه ۲۲۹۰ افغانۍ او د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۷۰۰ څخه ۱۷۱۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، د اختر په رانږدې کېدو د ځينو اختریزو خوراکي توکو لکه کېک، کلچه او ځينو شرینیو د برابرولو لپاره بورې او غوړیو ته تقاضا ډېره شوې چې له امله یې د یادو موادو بیې هم لوړې شوې دي.

سرچینې روښانه کړه چې د نورو لومړنیو توکو بیې پر خپل حال پاتې دي.

د هغه په خبره، نن لکه د تېرو اوو ورځو په څېر ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقايي چای په ۳۳۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای په ۲۸۰ افغانۍ پلوري.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۷۰۰افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په٢۳۵٠ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۳۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیه راټیټه شوې دي.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام  ٧٥٠عیاره عربي  سرو زرو بیه له ۳۶۰۰ افغانیو څخه ۳۵۰۰ افغانیو  او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۰۰۰ څخه ۲۹۰۰ افغانیو او  ته رالوېدلې ده.

د هغه په وینا، په کابل ښار کې د سرو زور بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره تړاو لري.

خو د سون توکو بیو تغییر نه دی کړی.

د کابل ښار تایمني څلورلاري کې د «هاشمي» تېلو ټانک کارکوونکي وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو لېتر ډیزل په ۵۰ افغانۍ او یو لېتر پټرول په ۴۶ افغانۍ پلورل کېږي.

دغه راز د کابل ښار کلوله پشته سیمه کې د مایع ګاز پلورونکي محمد شریف وویل، نن لکه د تېرې شنبې په پرتله یو کیلوګرام مایع ګاز په ۶۰ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۵۰،۷۷ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ۴۹۳ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۰یم کال د غويي په څلورمه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۷،۴۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۲ افغانۍ بدلېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.