تالقان-پلخمري (پژواک، ١١ غويی ١٤٠٠): پوليسو په تخار او بغلان ولايتونو کې نهه کيلو گرامه هيرويين او څه باندې اته زره مرمۍ کشف او ترلاسه کړي دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو د کلفګان ولسوالۍ آق کوچه سيمه کې دوه کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي.
هغه وايي: ((دغه دوه تنه يې يو شمس الله او بل يې زرپوش نوميږي چې د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي دي، غوښتل يې نهه کيلو او ٤٣ ګرامه هيرويين قاچاق کړي چې د پوليسو له لوري ونيول شول.))
د هغه په وينا، ياده قضيه دا مهال د عدليي او قضايي ارګانونو له لوري تر څېړنې لاندې ده.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په بغلان ولايت کې پوليسو مرمۍ نيولې دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت پژواک ته وويل، دوو کسانو غوښتل چې له کندوز ولايت څخه ٨٢٠٠ د کلاشينکوف مرمۍ خوست ولايت ته انتقال کړي.
هغه وايي: ((دغه مرمۍ يې په يوه ټراکټور کې ځاى پرځاى کړې وې او ټراکټور يې په خاور موټر کې بار کړی و چې د بغلان پوليسو د پلخمري ښار په شمرق پوسته کې نيولي دي.))
د نوموړي په وينا، نيول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن