ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«کابل کې د تېرې شپې اورلګېدنې شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالر زیان اړولی»

«کابل کې د تېرې شپې اورلګېدنې شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالر زیان اړولی»

author avatar
2 May 2021 - 17:50
«کابل کې د تېرې شپې اورلګېدنې شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالر زیان اړولی»
author avatar
2 May 2021 - 17:50

کابل (پژواک، ۱۲ غویی۱۴۰۰): د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، کابل کې د تېرې شپې اورلګېدنې شاوخوا ۲۰ میلیون ډالر زیان اړولی او که حکومت د سوداګریزو توکو سوځېدو برخه کې د مسوولیت احساس ونه کړي، د هېواد بندرونه به وتړي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، د ۱۳۹۹یم کال د مرغومي په ۱۵مه د هرات ګمرک کې اورلګېدنې نږدې ۱۰۰۰ سوداګریز بارونه وسوځېدل چې له امله یې میلیونونه ډالر زیانونه واوښت. دغه راز د ۱۳۹۹یم کال د کب په ۱۹مه د فراه ولایت په شیخ ابونصر فراهي بندر کې د اور لګېدو له امله شاوخوا یو میلیون ډالر زیان واوښت.

تېره شپه د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ قلعه مرادبېک سیمه کې هم اورلګېدنه رامنځته شوه چې رڼايي ان د کابل په ګاونډ ولایت پروان کې لیدل شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس توکل احمد یار نن په کابل کې یوې اعتراضیه ناستې ته وویل، د تېرې شپې په اورلګېدنه کې چې ښايي د چسپکي ماین له امله رامنځته شوې وي، شاوخوا ۲۰۰ باري موټر سوځېدلي او په ټولیزه توګه یې ۲۰ میلیون ډالر زیان اړولی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۰ موټرو له ډلې ۲۴ د تېلو او ګازو د لېږد، پاتې نور د خوراکي توکو او مېوې باري موټر دي.

نوموړي زیاته کړه، په وروستیو څو میاشتو کې پر یادو درېیو لویو اورلګېدنو سربېره د اورلګېدنې کوچينۍ پېښې هم رامنځته شوې دي.

د هغه په خبره، ولسمشر د اورلګېدنې د هرې پېښې لپاره پلاوی ګومارلی، خو د څېړنو پایلې یې نه اعلانېږي.

هغه له حکومت غوښتنه وکړه چې د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي، د اورلګېدونې د وروستیو پېښو پر څېړلو د ټینګار ترڅنګ یې د یادو پښېو د مخنیوي غوښتنه وکړه او وویل، که ولسمشر د سوداګرو غږ وانه وري سوداګر به د تېلو ټانکونه ودروي او بندرونه به وتړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي مرستیال خان جان الکوزي په دې اعتراضیه ناسته کې وویل، افغانستان په عبوري حالت کې دی، بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي او افغانان پاتې کېږي. هم له اقتصادي او هم له امنیتي اړخه تشه رامنځته کېږي، که دولت د سوداګرو ستونزو حل ته توجه ونه لري د هېواد اقتصادي وضعیت به د ۷۰یمې لسیزې په څېر بحراني شي.

هغه له ولسمشره وغوښتل چې سوداګر یوې اضطراري ناستې ور وغواړي، ستونزو یې واوري او رسېدنه ورته وکړي، له دې پرته سوداګر اړ دي چې د ټانکرو د درېدو او بندرونو د تړولو اقدام وکړي.

الکوزي زیاته کړه: ((د کابل ښار دروازې په اجازه ورکړل شوې، خصوصي سکتور دغه وضعیت نه شي زغملای، د سوداګریزو توکو لپاره باید ځانګړي سرکونه په پام کې ونیول شي چې له نورو موټرو سره به لږې واټن کې د توکو د لېږد اقدام وکړي.))

د محمد اصف په نوم سوداګر په نننۍ ناسته کې ادعا وکړه چې د کابل ښار په دروازو او ګمرکونو کې «غله» ناست دي.

هغه زیاته کړه: ((کله چې زموږ توکي له بندرونو څخه حرکت وکړي، ټاکلي ځای ته تر ترسېدو پرې تر ۶۰زره افغانۍ ډېر محصول ورکوي، د کابل ګمرک محصول فراه، د فراه په نیمروز او د نیمروز په هرات کې نه چلېږي، په داسې حال کې چې د طالبانو په سیمو کې همغه یو محصول کافي دی.))

هغه روښانه کړه، کله یې چې موټر د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې وي موټرچلوونکي یې ارام خوب کوي، خو د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې په ډار کې وي «چې دوی اختطاف نه شي، پیسې یې غلا نه شي یا ترې ناقانونه پاټکونه پیسې وانخلي.»

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي چارواکو څو ځله ویلي چې د غیرقانوني پیسو د اخیستو مخه نیسي، د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي خو د خصوصي سکټور ستونزې تر اوسه نه دي حل شوې.

Views: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.