ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: ملګري ملتونه دې د سولې لیدلوري نویو واقعیتونو ته په پام برابر کړي

ولسمشر: ملګري ملتونه دې د سولې لیدلوري نویو واقعیتونو ته په پام برابر کړي

author avatar
2 May 2021 - 22:01
ولسمشر: ملګري ملتونه دې د سولې لیدلوري نویو واقعیتونو ته په پام برابر کړي
author avatar
2 May 2021 - 22:01

کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۰) : ولسمشر اشرف غني افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن دیبورا لاینس سره د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.

له ارګ څخه د غویي په ۱۲مه، پژواک ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، مېرمن دیبورا لاینس د افغانستان د سولې پروسې په تړاو د ملګرو ملتونو د وروستیو فعالیتونو راپور جمهوررئیس سره شریک کړ.

ولسمشر غني ماحول او د مناسباتو نوي فصل ته په پام د سولې په اړه د افغانستان دولت او خلکو ترجیحات او لیدلوری تشریح کړ.

هغه له نړیوالو همکارانو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو وغوښتل چې د سولې پروسې په اړه خپل لیدلوري نویو واقعیتونو او د مناسباتو نوي فصل ته په پام برابر کړي.

د یو بل بل خبر له مخې، ولسمشر غني له سیاسي رهبرانو او د هیواد مطرح شخصیتونو سره د مشورتي ناستو په لړ کې، نن ماښام د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني او د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار سره جلا جلا وکتل.

ولسمشر غني د ملي اجماع د پیاوړتیا او د پایداره او عادلانه سولې په اړه  د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسانو مشورې واورېدې او له هغوی سره په دې برخه کې په راتلونکو اقداماتو بحث او خبرې وشوې.

دغه راز ولسمشر د  ولسي جرګې او مشرانو جرګې اداري پلاویو سره ماښام لمونځ ادا کړ او په روژه ماتي کې یې له هغوی سره له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ولسمشر ه هیواد کې د سیاسي او اقتصادي اجماع پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ له ملي شورا څخه وغوښتل، ترڅو په مهمو ملي مسایلو په ځانګړي ډول د پایداره او عادلانه سولې تامین لپاره د سراسري اجماع په اړه خپلې مشورې شریکې کړي.

هغه زیاته کړه، له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو وتلو زموږ لپاره د سیمه ییزې او بین المللي پالیسیو د بیاکتنې فرصت برابر کړی او باید په راتلونکو دوو کلونو کې د ځان بسیاینې لپاره یوه واضح طرحه ولرو.

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اداري پلاویو د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ټینګار وکړ وې ویل، باعزته او پایداره سوله غواړو او د ملي اجماع د پیاوړتیا لپاره د دولت ترڅنګ ولاړ یوو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.