ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د اور لګیدنې له امله لسګونه د تیلو ټانکر سوځیدلي او لس تنه ټپیان دي

کابل کې د اور لګیدنې له امله لسګونه د تیلو ټانکر سوځیدلي او لس تنه ټپیان دي

author avatar
2 May 2021 - 03:27
کابل کې د اور لګیدنې له امله لسګونه د تیلو ټانکر سوځیدلي او لس تنه ټپیان دي
author avatar
2 May 2021 - 03:27

کابل ( پژواک ۱۱ غویی ۱۴۰۰) د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار شکردرې ولسوالۍ کې د اور لګیدنې له امله د تیلو لسګونه ټانکر سوځیدلي او لس تنه ټپیان شوي دي.

ددغه وزارت ویاند طارق آرین  د غویی په ۱۱ مه پژواک اژانس ته وویل چې دا پیښه نن ماخوستن په شاوخوا نهو بجو د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې لومړی په یوه ټانکر کې اور لګیدلی چې وروسته بیا په سیمه کې ولاړو نورو ټانکرو ته یې سرایت کړی.

د نوموړي په وینا له کابل ښار او پروان ولایت څخه د اطفایی ټیمونه رسیدلي او د اور د مړ کولو هڅې کوي.

ارین وویل چې لس ټپیان د کابل امبولانس لخوا روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د حشمت الله په نامه د پیښې یو تن عیني شاهد پژواک ته وویل چې د تیلو یو پمپ سره لومړی ستره او  لګیدنه رامنځته شوه چط وروسته بیا پراخه شوه.

هغه وایی دلته هره شپه د تیلو لسګونه ټانکر ولاړ وي.

که څه هم تراوسه ددې پیښې لامل نه دی څرګند خو ځینې خلک وایی چې لومړۍ د چسپکي ماین د چاودنې له امله یو ټانکر اور اخیستی و.

خو د کورنیو چارو وزارت وایی چې پلټې پیل شوې.

د یادونې وړ ده چې څو.میاشتې مخکې په هرات او فراه  کې هم داورلګیدنې له امله لسګونه د تیلو ټانکر سوځیړلي وو.

Views: 624

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.