Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ او هرات کې د سولې او دايمي اوربند لپاره لاريونونه وشول

اسعد اباد، هرات (پژواک، ١٢ غويى ١٤٠٠): په کونړ او هرات ولايتونو کې سلګونو کسانو د سولې او اوربند لپاره لاريونونه وکړل.

د کونړ په مرکز اسعداباد کې سلګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او معلولینو له وسله والو طالبانو او حکومت څخه د سولې او دایمي اوربند غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکو له  وسله والو طالبانو وغوښتل چې نور له  افغان وژنې لاس واخلي، دايمي اوربند وکړي  او سولې ته غاړه کېږدي.

د مولوي اجمل په نوم يوه ديني عالم په هېواد کې روانه جګړه ناروا وبلله او عاملين يې د پرديو جاسوسان او نوکران ياد کړل۔

د کونړ عالمانو شورا مشر مولوي ضياءالرحمن الله هم له طالبانو غوښتنه وکړه چې له  قید او شرط پرته دې د هر څه پر وړاندې دايمي اوربند وکړي او د سولې روانې خبرې دې بریالۍ کړي.

نوموړي د امريکايي  ځواکونو پر وتلو خوښي وښوده او له ټولو خلکو يې غوښتنه وکړه چې له افغان ملي او دفاعي ځواکونو د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې په موخه مټې رابډ وهي۔

د يوه بل خبر له مخې، په هرات ولايت کې هم نن سلګونو کسانو د اوربند لپاره سړکونو ته راووتل او له طالبانو يې وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

په دغه لاريون کې ځوانانو، مدني فعالانو او نورو خلکو برخه اخيستې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.