کابل (پژواک، ١٣ غويی ١٤٠٠) : د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد پر سولې پروسې د خبرو اترو او سلا مشورو لپاره کابل ته راغلى دى.
د حکومت يوې سرچينې د غويي په ١٣مه، پژواک اژانس ته وويل چې خليلزاد نن سهار کابل ته را رسېدلى دى.
سرچينې زياته کړې چې هغه به ولسمشر غني، د ملي روغې جوړې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او يو شمېر نورو سياسي مشرانو سره د سولې پروسې په اړه سلا مشورې وکړي.
خليلزاد تېره اوونۍ قطر ته تللى و او هلته يې د امريکا، چين، روسيې او پاکستان د ځانګړو استازو په غونډه ( ټرويکا) کې ګډون کړی و.
دغه راز نوموړي په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره هم جلاجلا خبرې کړې وې.
نوموړى تېره ورځ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته تللى و او د یاد هېواد د بهرنيو چارو له وزير او دغه راز د جنبش ګوند له مشر مارشال عبدالرشید دوستم سره يې د سولې په اړه خبرې کړې دي.
زلمي خلیلزاد پرخپله ټويترپاڼه کې ليکلي چې په تاشکند کې يې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبد العزیز کاملوف سره په کتنه کې توافق وکړ،چې ټول ښکېل اړخونه باید د یوه داسې سیاسي جوړجاړي پر لوري له پرمختګ څخه ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې روانه څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسوي.
Views: 121
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن