ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت : هلمند کې د القاعدې ۲۲ پاکستاني غړي ووژل شول

دفاع وزارت : هلمند کې د القاعدې ۲۲ پاکستاني غړي ووژل شول

author avatar
4 May 2021 - 21:02
دفاع وزارت : هلمند کې د القاعدې ۲۲ پاکستاني غړي ووژل شول
author avatar
4 May 2021 - 21:02

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۰) : د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې په هلمند ولایت کې د هوایي برید پر مهال د القاعدې ۲۲ پاکستاني غړي وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت لخوا د غویي په ۱۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې  دفاعي او امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت مختلفو سیمو کې عملیات ترسره کړل.

 

سرچینې زیاته کړې چې د دغو عملیاتو په پایله کې د هند قارې لپاره د القاعده شبکې ۲۲ غړي ووژل شول.

وژل شوي کسان اصلي د پاکستان د “پنجاب ایالت” او سیدونکي وو.

بلخوا دکورنیو چارودوزارت امنیتي مرستیال جنرال عبدالصبور قانع نن په لښکرګاه کې خبریالانو ته د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل چې په تیرو ۷۲ ساعتونو کې ددې ولایت په ناوې او د لښکرګاه ښار اړوند بولان دریمه حوزه او د لښکرګاه ـ کندهار شهرا باندې دهوایې او ځمکنیو عملیاتو په ترسره کولو سره ۱۵۰سله وال طالبان وژل شوي دي.

دده په وینا په دغه وژل کسانوکې شپږ تنه د طالبان مهم قوماندانان هم شامل دي.

بلخوا بیا تراوسه پورې لاهم جګړه دلښکرګاه ښار ته څیرمه بولان دریمه امنیتې  حوزې طرف ته ټوله ورځ په دوه کلیومترې کې روانه وه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

Visits: 511

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.