Language

د اروزګان د لويې لارې ساتنې کنډک مرستيال ووژل شو

ترينکوټ (پژواک، ١٤ غويى ١٤٠٠) :د اروزګان ولايت د لويې لارې ساتنې د کنډک مرستيال په يوه چاودنه کې ووژل شو.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې د غويي په ١٤مه، پژواک اژانس ته وويل چې د چسپکي ماين دا چاودنه نن تر غرمې مخکې په ترينکوت ښار کې پر يوه رینجر موټر وشوه.

سرچينې زياته کړه، په چاودنه کې د کنډک مرستيال پښتون وژل شوى او دوه نور پوليس ټپيان دي.

د ترینکوټ ولایتي روغتون مشر ډاکتر امین الله توخی وایي، د پېښي له ځایه ورته دوه ټپيان ور وړل شوي چې يو پولیس او بل ملکي وګړی دی.

هغه وايي، د ټپیانو روغتیایی وضعیت ښه دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.