Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اووه سترو اقتصادي هېوادونو افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ١٦ غويى ١٤٠٠) : د اووه سترو اقتصادي هېوادونو سازمان (جي ٧) په يوه ګډه خبرپاڼه کې د افغانستان شخړې پر سياسي هواري د ټينګار ترڅنګ غوښتنه کړې چې د هدفي وژنو او تاوتريخوالي لړۍ دې ژر ژره ودرول شي.

دغه سازمان چې په ١٩٧٥ زېږديز کال کې رامنځته شوى، امريکا، کاناډا، بريتانيا، ايټاليا، جاپان، جرمني او فرانسه يې غړيتوب لري.

د دغه سازمان د لندن د تېرې ورځې په ناسته کې د اسټراليا، هندوستان، سوېلي کوريا او سوېلي افريقا د بهرنيو چارو وزيرانو د مېلمه په توګه په کې ګډون کړی وو، دغه راز د اروپايي ټولنې استازي هم په کې برخه اخيستې وه.

د دغو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه پرون د بريتانيا په لندن کې ښار کې ترسره شوه، چې په پاى کې يې پرېکړه ليک خپور کړ.

د دغه پرېکړه ليک په ٢٦مه، ماده کې راغلي، چې دوى په افغانستان کې د يوه داسې سياسي جوړ جاړي او سياسي حل لارې ملاتړ کوي چې ګټه يې افغانانو ته رسيږي.

سرچينې زياته کړې چې دوى په دوحه کې د بين الافغاني مذاکراتو او دغې پروسې ته د سرعت ورکولو په موخه د ترکيې په استانبول ښار کې د کېدونکي کنفرانس ملاتړ کوي.

دغه سازمان له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغان سولې پروسې ملاتړ وکړي او پر افغان ښکېلو ډلو يې غږ کړى، چې سولې ته ژمن واوسي.

په پرېکړه ليک کې راغلي، دوى د ټولو افغانانو د حقوقو د خونديتوب لپاره کار کوي او هڅه کوي چې د تېرو ٢٠ کلونو لاسته راوړنې وساتل شي.

دغه سازمان د طالبانو له خوا پر ملکي وګړو، ژورنالېستانو، مدني فعالانو، ښځو او د بشري حقوقو پر مدافعينو د بريدونو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

دغه راز په پرېکړه لیک کې د تاوتريخوالي پر کمولو ټينګار شوى، چې بيا هر اړخيز اوربند ته لاره هواره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.