کابل (پژواک، ١٦ غويى ١٤٠٠) : په واشنګټن کې امريکايي چارواکو ويلي چې ځواکونو يې په هلمند ولايت کې له افغان ځواکونو څخه د دفاع په موخه د لښکرګاه ښار په بېلا بېلو سيمو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.
په واشنګټن کې يوه امريکايي چارواکي چې د نوم له اخیستو يې ډډه کوله، امريکا غږ ته ويلي چې دا هوايي بریدونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ترسره شوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د دغو بریدونو له رد یا تائید پرته ويلي چې په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه له دغه هېواد څخه د وتلو په بهیر کې تر خپل وسې پورې د جګړې په ډګر کې له افغان ځواکونو څخه ملاتړ کوي.
هغه زياته کړې چې د تېر کال په پرتله اوس د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه زیاته وړتیا لري او له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د عملیاتو رهبري کوي.
بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان که څه هم د امريکايي ځواکونو د بمبار په اړه څه نه وايي، خو زياتوي چې بهرني ځواکونه د جګړې په ډګرونو کې هیڅ فزیکي حضور نه لري او افغان ځواکونه د هغوی له ملاتړ پرته په خپلواکه توګه نظامي عملیات ترسره کوي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې افغان ځواکونه په هلمند، کندهار او نورو ولايتونو کې په خپله عمليات ترسره کوي.
د هغه په وينا، د دفاعي او امنيتي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه د بشران او بولان اړوند سیمو کې د طالبانو مرکزونو او تجمع باندې عملیات ترسره کړل چې په پایله کې ۲۴ طالبان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.
بلخوا د لښکرګاه ښار اوسېدونکو پژواک اژانس ته ويلي چې له پرون راهيسې په بېلا بېلو سيمو کې ډېر قوي بمبار شوی، خو دوى د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
په لښکرګاه ښار کې له څو ورځو راهيسې سختې جګړې روانې دي او د جګړو د مهارولو لپاره له کابل څخه د افغانستان د ځانګړو ځواکونو يوه قطعه هم سيمې ته رسېدلې ده.
له څو ورځو راهیسې پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې د طالبانو بریدونه زیات شوي او همدا اوس د افغانستان په څو ولایتونو کې د دواړو خواوو ترمنځ نښتې روانې دي.
د يادونې ده چې تر دې مخکې هم امريکايي ځواکونو په هلمند او کندهار کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي چې طالبانو دغه کار د دوحې له تړون څخه سرغړونه بللې وه.
خو طالبانو تر اوسه د امريکا له خوا په هلمند کې د هوايي بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP