ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال میلي: داسې نه ده چې د ځواکونو ایستلو سره طالبان بریالي او کابل به سقوط کوي

جنرال میلي: داسې نه ده چې د ځواکونو ایستلو سره طالبان بریالي او کابل به سقوط کوي

author avatar
7 May 2021 - 22:11
جنرال میلي: داسې نه ده چې د ځواکونو ایستلو سره طالبان بریالي او کابل به سقوط کوي
author avatar
7 May 2021 - 22:11

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۰) : د امریکا د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو ایستل په دې مانا نه دي چې طالبان به بریالي کیږي.

هغه چې دامریکا  په دفاع وزارت پنټګان کې خبریالانو سره خبرې کول، ویلي :«زما د مسلکي نظامي اټکل له مخې» داسې نه ده چې طالبان به بریالي کیږي ‌او کابل به سقوط کیږي.

جنرال میلي زیاته کړې، «زه شاهد یم، چې افغان ځواکونه د مبارزې وړتیا لري. موږ د هغوی ملا تړلې ده خو د جګړې رهبري د هغوی په لاس کې ده.»

نوموړی داسې مهال دا خبره کړې چې د سویلي ولایتونو په ګډون د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې زیاتې شوې دي او دواړه خواوې یو بل ته د درانه تلفاتو د اړولو ادعاوې کوي.

بلخوا د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټین ویلي دي‌ ، هیله لري‌ افغان ځواکونه د طالبانو د بریدونو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

هغه زیاته کړې: «موږ هغوی «افغان ځواکونه» ولیدل چې په لښکرګاه کې یې متقابل بریدونه پيل کړل او نسبتآ ښه اجراات یې وکړل.»

په همدې حال کې یو امریکايي چارواکي منلې چې امریکايي ځواکونو د هلمند په جګړې کې د افغان ځواکونو په ننګه په طالبانو هوايي برید کړی دی.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د مۍ په لومړۍ نېټې پیل شوې د پلان په اساس به د سپتمبر په یولسمه بشپړیږي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.