لښکرګاه (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۰): امنيتي مسوولین وايي، پر لښکرګاه هوایي بريد کې د هلمند لپاره د طالبانو مرستيال والي ټپي شوی او هم د دوی د سوق او ادارې مسوول په ګډون ۸ وسله وال وژل شوي دي.
په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان هوايي ځواکونو د هلمند ولايت د لښکرګاه اړوند په بولان سيمه کې د طالبانو يوه مهمه ناسته په نښه کړې ده.
سرچينه زياتوي، د دې بريد په پايله کې د طالبانو د جګړې د سوق او ادارې مسوول قومندان غيرت، د تريخ ناور سيمې د سرې قطعې قومندان او د موسی کلا ولسوالۍ د اکمالاتو مسوول په ګډون ۸ طالبان وژل شوي دي.
سرچينه کاږي، دغه راز د هلمند لپاره د دوی د والي مرستيال مولوي حزب الله په ګډون ۳ تنه ټپيان هم دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د بریدونو په جریان کې د وسله والو دوه موټر او دوه موټرسایکلونه هم ویجاړ شوي دي.
خو وسله والو طالبانو د يادې شوې مرګ ژوبلې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP