Language

اسعداباد کې يو ځانمرګی بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې ووژل شو

اسعد اباد (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۰): د کونړ امنیتي مسوولین وايي چې د ولايت په مرکز کې يوه ځانمرګي بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړې او وژل شوی دی.

د کونړ د ملي امنيت ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اوپراتیفي او کشفي معلومات پر اساس دوو ځانمرګو پرون غوښتل چې د ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې ځانته چاودنه ورکړي.

سرچينه زياتوي، د ملي امنيت ریاست او پوليسو له خوا اسعداباد ښار ته په ورغلو لارو کې ګرځنده پلټنځايونه ايجاد شوي وو چې ځانمرګي د اسعداباد په کړمار ساحه کې تېره شپه ماخوستن اته نيمې بجې د ملي امنيت له چيک پاينټ سره مخامخ شول چې يوه ځانمرګي ځان ته چاودنه ورکړه او بل تن چې د هغه لارښوونکی و، ژوندی ونيول شو.

سرچينه کاږي، په دغه پېښه کې ولسي خلکو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی

د يادولو ده چې تردې مخکې هم په همدې روانه مياشت کې په کونړ کې يو ځانمرګی بريدګر موخې ته له رسېدو وړاندې د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوی و.

خو وسله والو مخالفينو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.