Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

  د سيلابونو له امله ٧٨ کسان مړه، ٣٠ ټپيان او ٣٠ نور لادرکه شوي

کابل (پژواک، ١٨ غويى ١٤٠٠) : پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د وروستيو سيلابونو له امله په ټول هېواد کې تر اوسه ٧٨ تنه مړه، ٣٠ ټپيان او ٣٠ نور لادرکه شوي دي.

د دغه وزارت وياند احمد تميم عظيمي د غويي په ١٨مه، پژواک اژانس ته وويل چې د روانې غويي مياشتې له يوولسمې نېټې څخه د هېواد په ګن شمېر ولايتونو کې د ورښتونو لړۍ پيل شوې ده.

هغه زياته کړه، د دغو ورښتونو له امله په ډېرو سيمو کې سيلابونه راوتلي چې له امله يې خلکو ته درانه مالي اوځاني زيانونه اوښتي دي.

عظيمي وايي چې سيلابونو په ٢٢ ولايتونو کې زيانونه اړولي، خو تر ټولو زيات یې هرات، غور او سمنګان ولايتونه ځپلي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ټوليزه توګه په ټول هېواد کې ٧٨ کسان د سيلابونو له امله مړه، ٣٠ تنه ټپي او تر ٣٠ پورې نور لادرکه شوي دي.

د دغه وزارت وياند وويل چې په ټوليزه توګه په يادو ولايتونو کې تر دوه زرو ډېر کورونه ويجاړ او تر درې زرو زیات څاروي هم مړه شوي دي.

هغه ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به زيانمنو شويو خلکو سره د مرستو لړۍ پيل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.