مزارشريف (پژواک، ۱۹ غويی ۱۴۰۰): د افغانستان ماشوم بنسټ وايي چې هېڅ لوری د خپلو سياسي موخو لپاره له ماشومانو او د ښوونځيو له زده کوونکو څخه د استفادې حق نه لري.
دغه څرګندونې د ماشوم بنسټ مسوولينو او يو شمېر ماشومانو د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د کابل د تېرې ورځې بريد غندلو په موخه جوړې شوې غونډه کې وکړې.
د ماشوم بنسټ مشرې مريم کريمي پژواک ته وويل چې د افغانستان په جګړه کې د ماشومانو د تلفاتو زياتېدل د جدي اندېښنې وړ دي.
هغې زياته کړه چې هره ورځ په اوسط ډول په افغان جګړه کې پنځه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
نوموړې د کابل د تېرې ورځې بريد ته په اشارې وويل چې هېڅ څوک حق نلري څو د خپلو سياسي موخو لپاره له ماشومانو او د ښوونځيو له زده کوونکو څخه استفاده وکړي.
د هغې په وينا، پر ماشومانو او د ښوونځيو پر زده کوونکو بريدونه د ټولو بين المللي قوانينو خلاف دي او عاملينو ته يې بايد سخته سزا ورکړل شي.
د ماشوم بنسټ مشرې وويل: ((د کابل په سيدالشهدا مکتب پرونی بريد له علم او پوهې سره ښکاره دښمني ده، لطفا ماشومان د خپلو مردارو سياستونو لپاره مه قرباني کوئ.))
هغې له حکومت او طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره دې روان جنګ او تاوتريخوالی پای ته ورسوي.
د مزارشريف مدني فعال سيد محمد يزدان پرست په خپلو خبرو کې وويل چې طالبان او حکومت د روان تاوتريخوالي او وژنو مسوول دي.
هغه زياته کړه چې د جګړې هېڅ لوری نه شي کولای ځان ته برائت ورکړي.
یزدان پرست وايي: ((که طالبانو اوربند کړی وای او په نږدې شلو ولايتونو کې جګړه نه وای روانه؛ نو ممکن د کابل پرونۍ پېښه نه وای رامنځته شوې.))
هغه ټينګار وکړ چې د افغانستان روانه لانجه پوځي حل لاره نه لري او بايد ښکېل لوري پر سیاسي حل لارې توافق وکړي.
مزارشريف کې د ښوونځي زده کوونکې ۱۰ کلنه ليلی وايي چې کابل کې پر يوه ښوونځي شوي بريد وېرولې ده.
هغې زياته کړه چې هره شېبه احساس کوي چې دلته مزار کې د دوی په ښوونځي هم ورته بريد ونشي.
دغه ماشومه وايي: ((په تلويزيون مې د وژل شويو ماشومانو او همزولو عکسونه وليدل، سخته وويرېدم، هره شېبه مې زړه کې راګرځي چې ما هم وژني.))
هغه هم له حکومت او طالبانو د بېړني اوربند او سولې غوښتنه کوي.
تېره ورځ د کابل په لوېديځ کې د سيدالشهدا په دولتي ښوونځي چاودنه کې تر ۱۵۰ کسانو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې ډېری يې ماشومان او د ياد ښوونځي زده کوونکي وو.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن