ترينکوټ (پژواک، ١٩ غبرګولی ۱۴۰۰): د اروزګان مرکز ترینکوټ کې څو نفوذي پوليسو خپل لس ملګري وژلي او وروسته طالبانو ته ورغلي دي.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې د غويي په ١٩مه پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه يوولس بجې د ترینکوټ اړوند د سپينې خاورې په سيمه کې هغه مهال رامنحته شو چې يوې ډلې نفوذي پوليسو طالبان په پوسته کې ځای پر ځای کړي وو.
سرچينې زياته کړې، دوى له مرکزه د مرستې غوښتنه کړې وه، کله چې له دويمې حوزې په دوو ټانکونو او يو رينجر کې لس مرستندوی پوليس سيمې ته ورغلل، نو په پوسته کې پټو طالبان پرې ډزې کړې او لس واړه يې وژلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نفوذي پوليس چې شمېر يې پنځو تنو ته رسېږي د خپلو وژل شوو ملګرو ټانکونه، رينجر او وسلې هم له ځان سره وړي او د طالبانو سره يو ځای تللي دي.
د اروزګان امنيې قوماندانۍ تر دې مهاله د دې پېښې اړوند رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.
د ولايتي شورا مرستيال محمد کریم کریمي وايي چې په اروزګان کي امنیتي حالت ورځ تر بلې د خرابېدو خوا ته روان دي.
هغه زياته کړه، هره شپه د ښار په شاوخوا سیمو کې جګړه روانه وي او امنیتي ځواکونه تلفات ويني.
Views: 51
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن