کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۰): د دشت برچي د سید الشهدا پر ښوونځي د برید په تړاو د ولسي جرګې د غړو ترمنځ د لفظي شخړو په تعقیب د دې جرګې عمومي ناسته دوه ځلې سري شوه او په پایله کې د دې جرګې دوه کمېسيونونه د یادې موضوع څېړنې لپاره وګومارل شول.
د کابل ښار دیارلسمې ناحیې (دشت برچي) مربوطاتو کې د غویي ۱۸مې په مازدیګر د موټربم او دوو چاودنو په پايله کې د سید الشهدا ښوونځي شاوخوا ۶۰ زده کوونکي ووژل او ټپیان شول.
دغه پېښه د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې وغندل شوه خو د دې جرګې د یوه غړي څرګندونې د لفظي شخړې رامنځته کېدو او په ټلوېزیون د جلسې ژوندۍ خپرونې دوه ځلې پرې کېدو لامل شوې.
په دې جرګه کې د لوګر د خلکو استازی شاه پور حسن زوی د جزئیاتو له ورکولو پرته ادعا وکړه چې د دشت برچي برید کې ایران لاس لري او په دې جرګه د ایران جاسوسان هم حضور لري.
د حسن زوی دغه څرګندونې د دې جرګې د نورو غړو غبرګون را وپاراوه د جرګې په ناسته کې د ګډوډۍ لامل شوې چې بالاخره جلسه سري شوه او د ولسي جرګې د ټلویزیون ژوندۍ خپرونه قطع شوه.
نشرات له څو دقیقو وروسته بېرته پیل شول خو د جرګې ځیني غړي د خبرو په نوبت کې وو او ځینو نورو بیا د خبرو لپاره وخت غوښت.
وروسته اداري پلاوي د غزني وکیل عبدالقیوم سجادي ته وخت ورکړ او هغه د حسن زوی د خبرو غبرګون کې وویل: «موږ په مجلس کې له خپلو همکارانو د ډاډګېرنې تمه لرله، نه دا چې زموږ پر زخم مالګه ودړوي.»
د هغه په وینا، د دغسې وضعیت دوام او «هزاره ګانو ته کتل» به د افغانستان د خلکو په ګټه نه وي.
په دې جرګه کې د پکتیکا وکیل نادر خان کټوازي وویل: «ما مخکې هم ویلي وو چې دښمن د اختلاف رامنځته کولو لپاره دغه ډول بریدونه کوي، افغانان متحد دي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د قوم او مذهب په نوم د دوی په منځ کې تفرقې ته لمن ووهي.»
هغه له حسن زوی او د دې جرګې له نورو غړو چې د حسن زوی پر څرګندونو یې غبرګون وښود، وغوښتل چې د افغانستان دښمنانو ته اجازه ور نه کړي چې په دغه هېواد کې د مېشتو قومونو منځ کې اختلافاتو ته لمن ووهي.
په دې وخت کې یو ځل بیا حسن زوی د خبرو لپاره وخت وغوښت خو د ولسي جرګې ريیس میر رحمان رحماني هغه ته په خطاب کې وویل: «د ملت په کور کې باید د یووالي تمثیل وشي، نه تخریبوونکې څرګندونې.»
خو د خلکو استازو شور ماشور او غږونو یو ځل بیا د جرګې فضا ګډوډه کړه او په تعقیب یې ناسته دوباره سري شوه او د دې جرګې ټلوېزیوني نشرات بند شول.
رحماني د ناستې له دويم ځل پيلېدو وروسته وویل، د افغانستان خلکو دښمنان په هڅه کې دي څو په هېواد کې قومي درزونه ډېر شي خو د افغانستان خلک دغه کار ته اجازه نه ورکوي.
هغه د دشت برچي برید د خونخوارو دښمنانو او د پوهنې ضد لښکر کار یاد کړ او د هغه د غندلو ترڅنګ یې د دې جرګې د کورني امنیت او مرکزي تفتیش کمېسیونونو ته دنده وسپارله څو د دې پېښې څرنګوالی وڅېړي او راپور دې یې د دې جرګې له عمومي ناستې سره شریک کړي.
رحماني وویل: «د هېواد په دې حساسو شرایطو کې د یووالی او ملي وحدت ساتل مهم دي، یوه مهمه ملي اړتیا ده، بقا او ملي برخلیک د افغانستان د قومونو او اوسېدونکو له یووالي سره تړلي دي.»
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن