هرات ښار (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۰): امنیتي مسوولین وایي چې د هرات اسلام کلا ګمرک یو کارکوونکی او یو بل د فراه ابو نصر فراهي ګمرک کارکوونکی پر ډزو وژل شوي دي.
د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اسلام کلا ګمرک یو کارکوونکی او بل د فراه د ابو نصر فراهي ګمرک یو کارکوونکی د ناپېژاندو وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوي دي.
دغه راز د هرات والي سید عبدالوحید قتالي وویل، نن (چهار شنبې) سهار لس نیمې بجې د اسلام کلا ګمرک یو کارکوونکی د حمیدالله ف په نوم د اسلام قلعه په بازار کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.
ده زیاته کړه چې دغه کس د ګمرک د ګازو او نفتو په برخه کې کار کاوه.
د والي په خبره، تر اوسه د دې پېښې علت نه دی معلوم او د دې پېښې عاملانو نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو څېړنې روانې دي.
تر اوسه د دغو وژنو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې هدفي وژنې ډېرې شوې او خلکو ته یې اندېښنې پیدا کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP