ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بڼوال: هرات کېدای شي د بهي مېوې تولید پر مرکز بدل شي

بڼوال: هرات کېدای شي د بهي مېوې تولید پر مرکز بدل شي

author avatar
13 May 2021 - 11:15
بڼوال: هرات کېدای شي د بهي مېوې تولید پر مرکز بدل شي
author avatar
13 May 2021 - 11:15

هرات(پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۰): د هرات سیمه ییز مسوولین او بڼوال په دغه ولایت کې د بهي ونو د باغونو د ډېروالي خبر ورکوي او وایي، د یاد ولایت د سړو ولسوالیو اقلیم د بهي باغونو جوړښت لپاره مناسب دی.

د کرنې ریاست مسوولینو په وینا، تېر کال د دغه ولایت له باغونو له دوه زره مټریک ټنه ډېر بهي ترلاسه شوي او حاصلات یې د ودې په حال کې دي.

هرات د انګورو او سردرختي مېوو باغونو سربېره د بهي حاصلاتو ډېروالي لپاره هم مناسب اقلیم لري.

د پشتون زرغون ولسوالۍ یوه بڼوال ۶۴ کلن عبدالله وویل چې پر ۹ جریبه ځمکه یې باغ جوړ کړی دی.

هغه د بهي مېوې له حاصلاتو خوښ دی او ویې ویل، تېر کال یې د بهي له هرې ونې شاوخوا ۴۰۰ کیلو حاصل راټول او پلورلی دی.

نوموړي وویل: «د بهي هرې ونې له یوه نیم تر دوو خروارو مېوه ورکړې او د بهي ونو په حساب، هرات ښه خاوره او هوا لري.»

خو نوموړی د بهرنیو مېوو په ځانګړې توګه بهي له وارداتو او د دغو مېوو د حاصلاتو لپاره د پلور بازار له نه شتونه شکایت کوي.

هغه وویل: «د کروندګرو ستونزه داده چې اوبه له ځمکې راکاږي او کښت پرې خړوبوي؛ خو کله چې مېوه رسېږي، بازار نه لري؛ د بېلګې په ډول موږ دلته څلور کیلو بهي په ۸۰ افغانۍ ورکوو او هغه بهي چې له ایرانه راځي، څلور کیلو یې په ۴۰ افغانۍ دي.»

د هرات ګذرې ولسوالۍ بڼوال ۳۷کلن عبدالرزاق هم د بهي حاصلاتو ډېر والي ته خوښ دی او وايي چې د بهي مېوه په هغو ولسوالیو کې ډېر حاصل ورکوي چې سړه هوا ولري.

هغه وویل: «اوبو، هوا، خاورې، ښاخ برۍ او کود ورکولو ته په کتو بهي ښه حاصل ورکوي او د هرې ولسوالۍ اقلیمي چاپېریال سره توپیر لري، زموږ د ولسوالۍ نږدې ۸۰ سلنه ځمکه د بهي حاصلاتو ته برابره ده او ښه نتیجه یې ورکړې ده.»

د ګذرې ولسوالۍ د بڼوالو ټولنې رییس محمد شریفي له هغو بڼوالو دی چې په لس جریبه ځمکه کې یې انګور ایښي دي.

هغه تېر کال په دغه ولایت کې د ډېرو اوبو او بڼوالو رسېدنې له امله د بهي حاصلات کم ساري وبلل او ویې ویل که حکومت د بڼوالو د پوهاوي کچې لوړولو ته پاملرنه وکړي، نو هرات به د بهي د حاصلاتو مرکز جوړ شي.

د هغه په ​​وینا، تېر کال پر دې سربېره چې د بهي ونې یې نوې وې، له هرې ونې یې ۳۰۰ کیلو حاصل تر لاسه کړی دی.

نوموړي څرګنده کړه: « تېرکال له دې امله چې بارانونه او اوبه ډېرې وې، موږ د نورو ميوو په پرتله په هرات ولایت کې د بهي ډېر حاصلات درلودل او د دولت د لږ ملاتړ په پرتله، زموږ د بهي حاصلات ډېر وو، او سږکال هم شته.»

د هرات د کرنې ریاست چارواکو په وینا، د بهي مېوې حاصلات نسبتاً سړې هوا ته اړتیا لري.

د دوی په وینا، په دې اساس د بهي ډېری باغونه په اوبې، چشت، پشتون زرغون، کرخ، فرسي او کشک رباط ولسوالیو کې دي.

په ورته مهال، د هرات د کرنې ریاست د باغدارۍ رییس شکرالله امیني تېر کال د بهي په حاصلاتو کې کم ساري ډېرښت خبر ورکړ او ویې ویل چې تېرکال د بهي له ۴۴۳ هکتاره باغونو، له دوو زرو ټنو ډېر بهي ترلاسه شوي دي.

هغه زیاته کړه: «بهي د اقلیمي خواصو له مخې سړې هوا ته اړتیا لري او له نېکه مرغه موږ تېر کال د هرات په کچه دوه زره ټنه بهي درلودل چي لامل یې په ۱۳۹۹ کال کې کافي بارانونه وو.»

هغه په ​​هېواد کې د بهي د پلور بازار ښه وباله او ویې ویل، دغه مېوه د مربا او جوس په ډول هم استفاده کېږي.

دا مهال یو کیلو بهي د هرات په بازار کې له ۴۰ تر ۵۰ افغانۍ پورې پلورل کېږي.

د یادونې ده چې د بهی مېوه د طلایي مڼو په نوم پېژندل کېږي او د سرطان مخنیوي، وزن کمولو، وینې کلسټرول کمولو او د بدن دفاعي سیستم پیاوړي کولو لپاره ګټوره ده.

Views: 57

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.