مزارشريف (پژواک، ۲۳ غويی ۱۴۰۰): د حزب اسلامي شوراګانو د اتحاد رييس جمعه خان همدرد وايي که سياستوال، پخواني مجاهدين، طالبان او افغان حکومت يوې سياسي هوکړې ته ونه رسېږي، افغانستان له يوې خطرناکې کورنۍ جګړې سره مخ کېدای شي.
نوموړي د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د اختر لمانځه پر مهال خبريالانو ته په خبرو کې وويل چې روان جنګ پوځي حل لار نه لري.
همدرد په خپلو خبرو کې د افغانستان اوسنی حالت د ۱۳۷۱ کال له وضعيت سره يو ډول وباله او له ښکېلو اړخونو يې غوښتنه وکړه چې پخوانۍ ناکامه تجربې بيا تکرار نه کړي.
هغه پر جهادي رهبرانو نيوکه وکړه چې په ۱۳۷۱ لمريز کال کې يې د خپلو شخصي ګټو او قدرت ته د رسېدو په خاطر افغانستان له کورنۍ جګړې سره مخ کړ.
نوموړي زياته کړه: ((که مجاهدين، سياسيون، حکومت او طالبان يوې هوکړې ته ونه رسېږي؛ نو خطرناک جنګ به پيل شي، دا جنګ به کور په کور او کلي په کلي له خلکو قرباني واخلي او افغانستان به په سمتونو ووېشل شي.))
همدرد په خپله وينا کې دغه راز د اندېښنې په څرګندولو وويل چې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې په ناقانونه ډول د وسلو وېش لړۍ پيل شوې ده.
د هغه په خبره، افغانان پرته له کوم قيد او شرطه سوله غواړي او غوښتنه يې دا ده چې هېڅ لوری د سولې د مذاکراتو انحصارولو صلاحيت نه لري.
د همدرد په وينا، هېڅ سياسي جريان نه شي کولی چې نور سياسي جريانونه د جګړې له لارې حذف کړي، نو ښه خبره دا ده چې ټول د هېواد رغولو لپاره لاسونه يو کړي.
هغه د سولې په برخه کې د سياستوالو پر مختلفو طرحو د نيوکې ترڅنګ وويل چې خلک د جګړې پای ته رسول غواړي.
د حزب اسلامي شوراګانو د اتحاد مشر زياتوي چې افغان ولس اوس پر شعارونو نه غولېږي او په وينا يې، د سولې ملاتړي او مخالفين ډېر ښه پېژني.
همدرد دغه راز په اختر کې له رامنځته شوي اوربند څخه د ملاتړ ښودلو ترڅنګ وویل چې دغه کار باید دوام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP