ژبه

تر اوږده ځنډ وروسته ددولت او طالبانو مذاکراتي ټیمونو ناسته وشوه

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۰) : تر اوږوده ځنډه وروسته د دولت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ په قطر کې ناسته وشوه.

ددواړو ټیمونو لخوا د غویي په ۲۴مه، په جلا جلا خپرو شویو لنډو اعلامیو کې راغلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي په استازیتوب عبدالسلام رحیمي او مېرمن فاطمې ګیلاني  او د طالبانو لخوا ملا برادر او د ټیم غړي یې ګدون کړي وو.

سرچینې زیاته کړې چې په دې ناسته کې پر اختر مبارکۍ سربېره د هېواد پر روان وضعیت او په دوحه کې د سولې مذاکراتو پر چټکتیا بحث وشو.

په اعلامیه کې دغه راز زیاته شوې، په دې ناسته کې له کوچني اختر وروسته د مذاکراتو پر بیا پیل ټینګار وشو.

د یادونې وړ ده، چې تر څو میاشتو ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره ددواړو لوریو ترمنځ دا ناسته په داسې حال کې شوې چې په هیواد کې د درې ورځني اوربند سبا وروستۍ ورځ ده.

دا بین الافغاني مذاکرات وروسته له هغه قطع شول چې طالبانو په دوحه کې روانې خبرې پریښودې ، لومړی ایران او بیا روسیې ته په سفرونو ولاړل.

ورته موضوع