ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر سره پر سولې او امنیتي همکاریو پر دوام خبرې وکړې

دامریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر سره پر سولې او امنیتي همکاریو پر دوام خبرې وکړې

author avatar
14 May 2021 - 22:13
دامریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر سره پر سولې او امنیتي همکاریو پر دوام خبرې وکړې
author avatar
14 May 2021 - 22:13

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۰) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ټلیفوني تماس له لارې نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې وکړې.
له ارګ څخه د غویي په ۲۴مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټلیفوني مکالمه کې، انتوني بلېنکن د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ د سید الشهدا لېسې د تروریستي پېښې له امله غمشریکي وکړه.
سرچینې زیاته کړې، همداراز نوموړي وویل، د امریکا متحد ایالتونه د تېر په څېر د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ دی او په نظامي، انکشافي، اقتصادي او د بشري مرستو په ټولو برخو کې به همکارۍ یې دوام ولري.
انتوني بلېنکن وویل، د امریکا متحد ایالتونه له افغانستان سره پیاوړو او دوامداره اړیکو ته ژمنه ده.
ولسمشر غني وویل، له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو وتلو د افغانستان او امریکا او نورو بین المللي شریکانو په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیست او دغه فصل به د دوامداره او معنی لرونکو همکاریو وي.
هغه له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، د مناسباتو په نوي فصل کې به له بین المللي همکارانو سره یو ځای د افغانستان دولت ټول تمرکز د دې نوي فصل په مدیریت وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دې ټلیفوني مکالمې په پای کې، دواړو لوریو د سولې پروسې، د امریکا د ډيپلوماسۍ رول او په سولې پروسه کې د سیمه ییزې اجماع په اړه خبرې وکړې.

Visits: 64

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.