Language

د کابل قلعه فتح الله کې د کورنۍ شخړې له امله اوه تنه ووژل شول

کابل  (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۰) : د کابل ښار د قلعه فتح الله په سیمه کې د کورنۍ شخړې له امله اوه تنه وژل شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د غویي په ۲۴مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه وړمه ورځ د کابل ښار د لسمې حوزې اړونده د قلعه فتح الله په سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې د غویی په ۲۲مه، په یاده سیمه کمې دددوو کورنیو ترمنځ د کورنۍ شخړې له امله چې په یوه حویلۍ کې اوسیدل نښته شوې ده.

فرامرز وایي چې په نښته کې د یوې ښځې په ګډون اوه تنه وژل شوي او یو بل تن ټپی شوی دی.

ده زیاته کړه چې پولیسو د پيښې په تړاو یو تن نیول شوی او دوه نور تورن کسان تښتیدلي او پولیس یې د نیولو هڅه کوي.

Related Topics