کابل (پژواک، ۲۴غویی ۱۴۰۰): ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز، د امریکا متحده ایالتونو کې د افغانستان د سفیرې په توګه ټاکل شوې ده.
عادله راز امریکا کې د افغانستان د سفیرې په توګه د هغې د ټاکنې په اړه نن (دغویي ۲۴مه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «هو زما د ټاکنې خبر رښتیا دی.»
یوې باوري حکومتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي هم تایید کړه چې عادله راز امریکا کې د افغانستان سفیره ټاکل شوې ده.
عادله راز، مخکې له دې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې په توګه وټاکل شي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې یې د اقتصادي چارو د مرستیالې په توګه دنده تر سره کوله.
تر اوسه رویا رحماني امریکا کې د افغانستان د سفیرې په توګه دنده تر سره کوله.
رحماني امریکا کې د افغانستان سفارت د دېوال په رغونه کې په اختلاس تورنه او څارنوالۍ ته معرفي شوې ده .
پژواک خبري اژانس د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په ۲۱مه راپور You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن