کابل (پژواک، ۲۵ غويى ١٤٠٠): د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د نوې طرحې له مخې د دولتي پوهنتونونو ۱۰۰ تنه استادان د دوکتورا برنامې لپاره نورو هېوادونو ته لېږل کيږي.
د دغه وزارت وياند حامد عبيدي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانکړې مرکه کې وويل چې د دولتي پوهنتونونو له هرې څانګې څخه څلور استادان لېږل کيږي چې په بېرته راتګ سره په خپله څانګه کې د معياري ماسټرۍ پروګرام پر مخ بوځي.
دى وايي، د دغې طرحې په اساس هر کال په دولتي پوهتونونو کې د ماسټرۍ ۲۵ پروګرامونه پيليږي.
د وزارت وياند وايي، په دې کار سره له يوې خوا د استادانو ظرفيت لوړيږي او له بلې خوا په هېواد کې د ماسټرۍ برنامو بنسټ ایښودل کيږي.
هغه وايي، دغه استادان د دوی شرايطو ته په کتو سره د افغانستان د بوديجې په لګښت استول کيږي.
نوموړي وويل چې تېر کال ٦٨٠ محصلين نورو هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره لېږل شوي دي.
د هغه په وينا، په دغو محصلينو کې ۸۰ کسان د ليسانس او شاوخوا ۶۰۰ کسان د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره د نړۍ ۳۰ هېوادونو ته لېږل شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې اوس یې څو نوي بورسونه هم اعلان کړي چې له مخې به يې وړ کسان ورته غوره شي.
د عبيدي په وينا، د ټولو بورسونو امتياز توپیرلري ځيني هېوادونه د زده کړو او ځای ترڅنګ یوڅه اندازه پيسې هم ورکوي.
ده وويل، ياد بورسونه د وزارت د لايحې په اساس اعلانيږي او بيا وړ کسان ورته انتخابيږي.
دی وايي، د ګڼ شمېر بورسونو پروسې انلاین وي چې له امله يې پروسه په شفافه توګه ترسره کېږي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند وويل چې د بورسونو د خرڅلاو خبرې دروغ دي، هغه چې بورسونه خرڅوي د شرکتونو له لارې خلک استوي چې د لوړو زده کړو وزارت سره تړاو نه لري.
د ده په وينا، له ټولو هغو هېوادونو چې افغانستان ته بورسونه ورکوي غوښتي چې د بورسونو ورکړه د لوړو زده کړو وزارت له لوري اعلان شي.
هغه زياته کړه، تېر کال د کرونا ویروس له امله د نورو کلونو په پرتله د بورسونو شمېر کم و.
دی وايي، که چېرې محصلين په نورو هېوادونو کې ستونزې ولري نو د سفارت له لارې يا د لوړو زده کړو د بهرنيو چارو رياست له لارې يې ستونزې حلوي.
Views: 176
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن