کابل (پژواک، ٢٦ غويى ١٤٠٠): د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ويلي چې د شانګهای سازمان او ملګري ملتونه بايد د افغانستان سياسي جوړ جاړي لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
چينايي رسنيو خبر ورکړى چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې نن (د غويي ٢٦مه) د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره په ټيلېفوني خبرو کې کړې دي.
هغه زياته کړې چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته ملګري ملتونه او شانګهاى سازمان بايد د سولې او ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي.
وانګ يي ويلي: ((له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په بېړه وتلو د افغانستان د سولې او سياسي جوړجاړي پروسې ته سخت زيان رسولى، موږ پر دې باوري يو چې ملګري ملتونه بايد له دې وروسته د افغانستان د حالاتو لپاره مهم او کليدي رول ولوبوي.))
د چين د بهرنيو چارو وزير دغه راز زياته کړې چې د شانګهای سازمان غړي هېوادونه هم بايد د افغانستان حالاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغه په دې برخه کې د پاکستان د رول ستاينه وکړه چې د افغان سولې پروسه کې يې تل مرستې کړې دي.
ده ويلي: ((چين او پاکستان بايد بايد د افغان سولې پروسې د پرمختګ لپاره خپلو مذاکراتو او اړيکو ته ادامه ورکړي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP