ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: د اختر د اوربند په ورځو کې ٥٤ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

حکومت: د اختر د اوربند په ورځو کې ٥٤ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
16 May 2021 - 14:30
حکومت: د اختر د اوربند په ورځو کې ٥٤ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
16 May 2021 - 14:30

کابل (پژواک، ٢٦ غويى ١٤٠٠): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د کوچني اختر اوربند په درېيو ورځو کې ٥٤ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت وياند فواد امان د غويي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په چاودنو او امنيتي پېښو کې ٢١ ملکي وګړي وژل شوي او ٣٣ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو د پژواک خپرو شوو معلوماتو له مخې، په کندهار، کندوز، هلمند، کابل او پروان ولايتونو کې د اختر د اوربند پر مهال چاودنې وشوې.

فواد امان وويل چې وسله والو طالبانو د اختر د اوربند په ورځو کې په ١٨ ولايتونو کې د امنيت ضد تحرکات کړي او اوربند يې نقض کړى دى.

د ملي دفاع وزارت وياند زياته کړه چې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې وو، خو که بريد پرې شوى، له ځانه یې دفاع کړې ده.

د هغه په وينا، د اوربند له پاى ته رسېدو سره سم د طالبانو په بريدونو کې زياتوالى راغلى دى.

خو طالبانو رسنيو ته ويلي چې دوى اوربند نه دى نقض کړى او پر حکومتي ځواکونو يې د اوربند د نقض کولو تور پورې کړى دى.

Views: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.