Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان په افغانستان کې د اوږد مهاله اوربند غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ٢٧ غويى ١٤٠٠) : د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره په يوه ټیلېفوني اړيکه کې په افغانستان کې د تاوتريخوالى پر کمولو، اوږد مهاله اوربند او هر اړخيزه سياسي جوړجاړي باندې ټينګار کړى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دغه څرګندونې پرون د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره په ټیلېفوني اړیکه کې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغې اړيکه کې دواړو لوريو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان او فلسطين پر مسايلو هم خبرې وکړې.

قريشي يو ځل بيا د افغان سولې پروسه کې د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړ او د دغې شخړې پر سياسي جوړجاړي يې ټينګار وکړ.

هغه ويلي : (( د ټولو افغانانو، سيمې او نړيوالو مسووليت دى چې د خپل  هېواد د شخړې د هواري لپاره سياسي هوارى پيدا کړي . ))

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې قريشي په دغې اړيکه کې له افغانستانه په مسوولیت سره د ناټو او امريکايي ځواکونو پر وتلو هم ټينګار وکړ.

قریشي زياته کړې چې د تاوتريخوالي کمول، اوږد مهاله اوربند او هر اړخيز سياسي جوړجاړى د افغانستان قضيې لپاره ډېر اړين دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.