میمنه (پژواک،۲۷ غویی۱۴۰۰): د فاریاب د نوي والي په توګه د محمد داوود لغماني له ټاکل کېدو سره د عبدالرشید دوستم او د جنبش ګوند پلویانو له شاوخوا یوې میاشتې مخالفت وروسته نن بالاخره لغماني په میمنې ښار کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په لومړۍ لوا کې معرفي او په کار یې پیل وکړ.
داوود لغمان د سیمه ییزو ارګانونو د ځانګړي وړاندیز او د ولسمشر د حکم له مخې د وري په ۳۱مه د نقیب الله فایق پر ځای د فاریاب د نوي والي په توګه معرفي او په دې اړه خبر د غويي په ۳مه رسنیز شو.
مارشال عبدالرشید دوستم د نوي والي له ټاکل کېدو وروسته غبرګون وښود، خپلو پلویانو ته یې وویل چې د فاریاب د والي ګومارلو کې له ده سره مشوره نه ده شوې؛ د بې عدالتۍ په مقابل کې باید ودرېږي.
نږدې څلور اوونۍ کېږي چې په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د فاریاب د والي په توګه د لغماني له مقررېدو سره مخالفت کې لاریونونه کېږي؛ درې ورځې مخکې د جنبش ګوند پلویانو د ولایت مقام دروازه تړلې وه، د ولایت ودانۍ مخکې یې خېمه ووهله او په عین وخت کې پرون شپه یې په میمنه کې لاریون وکړ.
خو نن (د غویي ۲۷مه) محمد داوود لغمانی په میمنې ښار کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په لومړۍ لوا کې د رسنیو له شتون پرته معرفي او په کار یې پیل وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP