جلال اباد (پژواک ۲۸ غويی ۱۴۰۰): د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو کسانو پر دوو ملي پوليسو ډزې کړي چې يو يې وژل شوی او بل ټپي دی.
مسولين وايي، دغه پوليس ماښام مهال له خپلې پوستې د سودا راوړلو لپاره بازار ته ښکته شوي و چې بريد پرې شوی دی.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان د غويي په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل چې نن ماښام شاوخوا ۷ بجې د سره رود ولسوالۍ اړوند مارغونډۍ سيمه کې وسله والو کسانو په دوو پوليس سرتېرو ډزې کړې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو کې دواړه پوليس ټپيان شوي دي.
خو د سره رود ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې بريد کې يو پوليس وژل شوی او بل ټپي دی.
دغې سرچينې دا هم وويل، پوليس د سړک سر دوکانونو ته د سودااخېستو لپاره راغلي و چې د بريد لاندې راغلي دي.
د جلال اباد حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر هم تاييد کړه چې د پېښې له ځايه ورته د يو پوليس جسد او بل په ټپي حالت کې وروړل شوی دی.
د دغه بريد مسوليت چا پر غاړه نه دی اخېستی خو ياده سيمه کې وسله وال طالبان وخت نا وخت په همدغه پوسته بريدونه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP