کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۰): د ديني عالم، ليكوال او څېړونكي سید هاشم هاشمي (پاچا) د نویو ۱۴ چاپ شوو کتابونو د مخکتنې غونډه په علومو اکاډمي کې ترسره شوه.
د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي ريیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکېب وویل، كه د استاد هاشمي همدغو نويو چاپ شويو آثارو منځپانګې او علمي موضوعاتو ته وکتل شي ، نو د نوموړي لوړه ديني پوهه او سپېڅلې ګروهه، د څېړنې او ليكوالۍ عالي صلاحيتونه او علمي فرهنګي ذوق په ډاګه كېږي.
ده زياته کړه، نوموړی په يوه لوېديځ پانګه وال هېواد كې اوسي، خو كله چې مطالعه او څېړنه كوي، خپله مسلمانه ټولنه له پامه نه غورځوي او دا له خپل هېواد، اسلامي ټولنې او خلكو سره د هغوى مينه او پر هغوى داسې لوريېنه ثابتوي چې د هغوى لپاره د اسلام د سپېڅلي دين له نظره داسې ټولنيز موضوعات وټاكي، چې زموږ وګړي ورسره هر وخت، په ځانګړي ډول په دې څه د پاسه څلورو لسيزو غميزه كې، په هر اړخيزه توګه ځپل شوې ټولنه كې، پر هغې پوهېدنه د هر مسلمان لپاره ډېره ضروري او لازمه ده.
د هغه په وينا، د نوموړي د اثارو سرليكونه ته كه وکتل شي، پوره پوره د معنوي ارزښت او زړه راښكون څخه برخمن دي. په دغو آثارو كې لوړ ديني او ټولنيز مسايل د اسلامي شريعت په رڼا كې په ډېره خوږه، روانه او اسانه ژبه د خپلو هېوادوالو لپاره وړاندې شوي دي چې د ډېرې ستاينې وړ دي.
د شکېب په خبره، د استاد هاشمي تر ټولو لويه سرښندنه او قرباني داده چې په لوېديځ كې د خپلې كورنۍ له لوړو لګښتونو څخه په ډېرو ستونزو سپمولې پيسې دلته په هېواد كې د دغو كتابونو په چاپ او خپرولو لګوي او هغه بيا پر خلكو وړيا وېشي، چې ښايي په دې كې به يې د ځان لپاره د جاري صدقې او پر خپلو هېوادوالو زياتې لوريېنې بله هيڅ موخه او هدف نه وي نغښتى، چې دا موږ ته د دوى علم پالنه او فرهنګپالنه ښه را زباتوي.
د ولسمشر سلاکار محمد زرین انځور له علومو اکاډمۍ څخه د داسې غونډو له جوړولو څخه د مننې کولو ترڅنګ وویل، د افغانستان د یوه مستحق عالم د کتابونو د نمانځنې غونډه رابلل شوې ده. هاشمي د خپل ژوند ډېره اساسي برخه (مالي برخه) د دې کتابونو په چاپ او خپراوي کې لګولې ده، عامو خلکو اسلام په پوره معنا نه دی پېژندلې، عالمانو ته په کار ده چې کوښښ وکړي دیني مفاهیم او مطالب په عام فهمه توګه خلکو ته ورسوي.
د نوموړي په وینا، د هاشمي د کتابونو یوه ځانګړنه دا ده چې پېچلي دیني او فقهي مسایل یې په عام فهمه ژبه خلکو ته رسولي دي، ترڅو خلک د دین له احکامو او ارشاداتو په ښه توګه خبر شي. ټولنیز مسایل د شریعت له نظره او اخلاقي مسایل د اسلام دین له نظره ډېر مهم موضوعات دي چې په دې شرایطو کې ورته ضرورت احساسیږي، چې نوموړي دې موضوعاتو ته په خپلو آثارو کې ځای ورکړی دی.
په غونډه کې د استاد هاشم هاشمي (پاچا) د ۱۴ عنوانه کتابونو ارزونه د علومو اکاډمي د علمي غړو له خوا وشوه او د هغوی له خوا ليکوال ته د يادو شوو کتابونو د لا بډاينې او غنامندۍ په موخه يو لړ پیشنهادونه وشول.
سید هاشم هاشمي (پاچا) له علومو اکاډمۍ څخه د دې غونډې د جوړولو په پار د مننې کولو ترڅنګ وویل: «زه هغه څوک یم چې پر نقد باندې خوشحاله کېږم، له استادانو څخه نړی مننه چې زما پر کتابونو یې نقد وکړ.»
د يادونې ده چې سيد هاشم هاشمي (پاچا) د ننګرهار د سره رود د تور غره په لمن كې نړۍ ته سترګې پرانيستي، لومړنۍ زده كړې يې په خپل كور كلي او د ديني علومو منځنۍ او ثانوي زده كړې يې د امام ابوحنيفه په عالي مدرسه او لوړې زده كړې يې د ليسانس په كچه د عربستان د ملك سعود په پوهنتون كې او د ماسټرۍ په كچه زده كړې يې د پېښور پوهنتون د اسلامياتو په برخه كې د فقهې او قانون په څانګه كې او همدارنګه بله ماستري يې په جرمني كې د مسلمانانو د اسلامي مركز په نړيوال پوهنتون كې ترلاسه كړې ده.
نوموړي په هېواد كې د ناامنه ټولنيزو او سياسي حالاتو له امله د جرمني هېواد ته كډوال شوى چې اوس مهال د بن په ښار كې اوسېږي او ترڅنګ يې د اسلامي بلنې د كلتوري ټولنې مشري هم په غاړه لري.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP