Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلوچ: په ارګ کې پوسټونه پلورل کېږي او مشرانو جرګه “د ارګ مېلمستون” په څېر عمل کوي

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۰): د مشرانو جرګې یو غړی ادعا کوي چې په ارګ کې پوسټونه پلورل کېږي او دغه جرګه لکه «د ارګ مېلمستون» عمل کوي؛ خو د مشرانو جرګې ريیس وایي چې له اسنادو پرته دې دغه ډول تورونه نه پورې کېږي.

په مشرانو جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي محمد نادر بلوچ د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل: ((متاسفانه په ارګ کې پراخ فساد او د چوکيو پېر او پلور روان دی. چې د خلکو او امنیتي ځواکونو د ناهیلۍ لامل شوی دی. موږ له یوې خوا د ملي اجماع شعارونه ورکوو، خو ملي اجماع نیمګړې ده، استخباراتي ملي اجماع خپله کېني او خپله فیصله کوي، څو به امنیتي ځواکونه د ارګ دغسې بې مسوولیتي تحمل کړي، ولې د پردې شا ته د سیمې له هېوادونو سره خبرې روانې دي.))

هغه د پردې شاته خبرو په اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د حکومت د مذاکراتو په اړه د وضاحت غوښتونکی شو او ویې ویل: (ولسمشر یو شی وایي او مشاور یې بل شی، د بدبختۍ لامل او د جګړې دوام ده، هیله من یم چې ولسمشر د ملي اجماع په اړه چې ټول قومونه په کې ځانونه وویني، پاملرنه وکړي، متوجه یو چې ولسمشر د خپلو ځینو سلاکارانو کنټرول نه لري، سلاکارن یې ورته غلطې مشورې ورکوي.))

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د نننۍ ناستې په جمع بندۍ کې، د بلوچ خبرو ته په اشارې سره وویل: «کوښښ وکړو چې له هوایي نیوکو نه لاس واخلو ترڅو دښمن له هغه نه ګټه پورته نه کړي، له نظام نه حمایت وکړو او ستونزې په شریکه همکارۍ رفع کېږي.»

خو د بلوچ د هوايي څرګندونو موضوع، د هغه غوسه راوپاروله او د دې ترڅنګ چې ويل يې مشرانو جرګه د ارګ په مېلمستون بدله شوې، د جرګې رئیس ته په خطاب کې وویل: «جناب رئیس! دا خبرې چې ما وکړلې، دا هوایي نه دي، هغه واقعیتونه ما وویل، هغه څوک چې په افغانستان ژوند کوي، پوهیږي، ایا د پوسټونو پېر او پلور جریان نه لري؟»

هغه په تکرار سره وویل چې د افغانستان خلک مشرانو جرګه د اشرف غني او ارګ مېلمستون بولي.

بلوچ زیاته کړه: «ولسمشر که وغواړي هر څوک له سناتورۍ نه عزل کوي او دا کار د اساسي قانون خلاف ده، باید نور د چوپتیا طلسم مات کړو، د زر او زور په خاطر چوپتیا اختیار نه کړو، د افغانستان د شهیدانو د وینو په خاطر خپل غږ پورته کړو.»

د جرګې رئیس بلوچ ته په خطاب کې وویل، د ډیالوک ضرورت نشته، خو زياته يې کړه: «که سند لرئ مرد او نامرد معلوم کړئ، افواهات دي، چا اخیستې او چا خرڅې کړي، سند رواړئ، له افواهاتو څخه تېر شئ، که سند لرئ چې دولتي پوسټونه بالخصوص د جنرالۍ پوسټونه اخیستل کېږي او خرڅیږي، سند راوړئ، موږ چې سند ونه لرو، خبرې نه کوو.»

ده زیاته کړه: «د ملت د بربادۍ په خاطر موږ ته هېڅ مخفي شی قابل د قبول نه دی، ټول کارونه د قانون له مخې پرمخ نه ځي، خپلو خپلوانو او دوستانو ته ترجیح ورکول کیږي، خو ضرورت یې نشته چې د سنا د مجلس په تالار کې دې څرګندونې وشي، زه د ارګ ویاند نه یم، خو داسې ناحقه اتهامات دې ونه شي.»

هغه نظام ته عزت ورکول د هر افغان مسوولیت او مکلفیت وګاڼه او له نظام نه یې د ملاتړ او د هغه په څنګ کې د درېدو غوښتونکی شو.

مسلمیار بلوچ ته په خطاب کې وویل: «که سند لرئ اداري هیات ته یې وسپاره، همدغه دې دنده ده، که سند لرې، دوسیه ورته جوړه کړه او مستند یې کړه او څارنوالي ته یې معرفي کړه.»

پژواک له پرله پسې اړیکو نیولو سره بیا هم بریالی نه شو چې په دې اړه د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر نظر له ځانه سره ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.