کندهار (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۰): د ملي امنیت ۰۳ قطعې ځانګړو ځواکونو د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې عملیات کړي چې پر مهال یې ۱۴ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
دوى وايي، په وژل شوو کې د وحید الله په نوم چې په امید مشهور دی یو دلګۍ مشر هم شامل دی.
په کندهار کې د یادې شوې قطعې یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، ځانګړو ځواکونه د ژېړۍ ولسوالۍ په پاشمول، نورزو او ګران کلیو کې د وسله والو پر خلاف عملیات کړي دي.
سرچینه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې د دلګۍ مشر وحید الله په ګډون ۱۴ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
د سرچینې په خبره، په دغو عملیاتو کې د یوه اندازه وسلو او مهماتو تر څنګ د وسله والو دوه پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
دی وايي، په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ژېړۍ د کندهار په سوېل کې له هغو ولسوالیو څخه ده چې له ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو سره یو ځای په کې د وسله والو له خوا بریدونه پیل شول او یو شمېر سیمې یې لاندې کړې.
که څه هم ارغنداب ولسوالۍ شاوخوا یوه میاشت مخکې د پراخو عملیاتو په پایله کې د وسله والو له شتون څخه پاکه شوه، خو ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې لا هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړې روانې دي.
امنیتي چارواکي وايي، دغه ولسوالۍ به هم د ارغنداب په څېر ژر د وسله والو له شتونه پاکې شي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن