کندهار (پژواک، ٣٠ غويى ١٤٠٠): د زابل ولايتي شورا وايي چې په دغه ولايت کې د عملياتي کنډک د ارکان رييس له پنځو پوليسو سره په يوه نښته کې وژل شوی دی.
د زابل ولایتي شورا رييس عطاجان حق بيان د غويي په ٣٠مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه لس بجې وسله والو طالبانو د کلات ښار اړوند لومړۍ حوزې د کمربند پر پوستو بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه چې د جګړې په پایله کې د زابل د عملیاتي کنډک رييس ارکان محمد نسیم توخی له پنځو پوليسو سره ووژل شو او درې نور پوليس ټپيان شول.
حق بیان وایي، زابل تر سخت امنیتي ګواښ لاندې دی، که پاملرنه ورته ونه شي، دا ولایت به سقوط وکړي او له ستر بشري ناورین سره به مخ شي.
د ولايتي شورا رييس وويل چې طالبانو د جګړې پر مهال يو هاموې ټانګ له منځه وړی، یو هاموې ټانګ او یو رينجر موټر یې له ځان سره بیولي دي.
د هغه په وينا، تېره ورځ د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې د ملي اردو پر سرتېرو د ماین چاودنه وشوه چې دوه سرتېري یې ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 86
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن