ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي سرچينې: لوګر کې لس پوليس وژل شوي

امنيتي سرچينې: لوګر کې لس پوليس وژل شوي

author avatar
20 May 2021 - 12:43
امنيتي سرچينې: لوګر کې لس پوليس وژل شوي
author avatar
20 May 2021 - 12:43

پل علم (پژاوک، ٣٠ غويى ١٤٠٠): امنيتي سرچينې وايي چې په لوګر ولايت کې د بېلابېلو پېښو پر مهال لس پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

په لوګر کې يوې امنيتي سرچينې د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز اړوند د التمور په سيمه کې د سړک ساتنې پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې شپږ پوليس وژل شوي او وسلې او مهمات يې له منځه تللي دي.

سرچينې دا هم وويل چې نن سهار په پل علم ښار کې وسله والو کسانو د پوليسو پر رينجر موټر ډزې کړې دي.

دى زياتوي چې په دې پېښه کې دوه پوليس وژل شوي او رينجر موټر یې له وسلو سره طالبانو بیولی دی.

همدارنګه ياده سرچينه وايي چې تېره شپه طالبانو په محمداغې ولسوالۍ کې د مس عينک کان د ساتونکو پر پوستې هم بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

په ورته وخت کې د پل علم ښار د ابچکان سيمې اوسېدونکي مطيع الله پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د سړک ساتنې پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي: ((له څو کلونو راهيسې دا پوسته دلته وه، د سړک ساتنه به يې کوله، خو طالبانو بېګا پرې حمله کړې، څو عسکر يې وژلي او د پوستې وسلې او مهمات يې له ځان وړي دي.))

په دې اړه د لوګر د والي وياند ديدار لونګ پژواک ته وويل چې تېره شپه په مرکز او محمداغې ولسوالۍ جګړې شوې خو د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه کره معلومات نشته.

بل لور ته طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

Views: 32

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.