کابل (پژواک، ۳۰ غويی ۱۴۰۰): د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال صديق صديقي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ته په ځواب کې ويلي چې په خپل هېواد کې د ترهګرو مرکزونه او مرستې بندي کړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير قريشي د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې له ولسمشر غني غوښتي چې له پاکستانه خپلې غوښتنې مشخصې کړي.
د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب څو ورځې مخکې په ننګرهار کې د سفر پر مهال د افغانستان په وړاندې د پاکستان پر سياست سختې نيوکې وکړې.
د همدې نيوکو په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي درې ورځې مخکې د خپل هېواد د پارلمان په غونډه کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د وروستيو نيوکو په غبرګون کې له ولسمشر غني پوښتلي وو چې ولې افغان حکومت له يوې خوا له پاکستانه د همکارۍ غوښتنه کوي او له بلې خوا پرې تورونه لګوي.
ده له ولسمشر غني وغوښتل چې له پاکستانه خپلې غوښتنې مشخصې او معلومې کړي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال او د ولسمشر پخواني وياند صديق صديقي د قريشي د څرګندونو په ځواب کې په ټويټر کې ليکلي: ((افغانان له پاکستانه غواړي چې هلته د طالبانو شوراګانو دفترونه وتړي، له طالبانو سره اړيکې پرې کړي او د هغوى خوندي روزنيز مرکزونه وتړي.))
صديقي زياته کړې چې پاکستان دې په دغه هېواد کې مېشت د طالبانو مشران او ملاتړي ونيسي، د طالبانو شتمني او سرچينې دې وچې کړي او له افغانستان سره دې د دولتونو په کچه اړيکې ولري.
بلخوا د پاکستان په پارلمان کې د پښتون ژغورنې غورڅنګ غړي محسن داوړ د قريشي له څرګندونو وروسته د هغه نيوکې ځواب کړې.
داوړ وويل: ((قريشي اعتراض کوي چې افغان حکومت د دوى د سولې پر هڅو شک کوي، خو اصلي خبره دا ده، چېرته چې اور بلېږي، له هاغه ځايه لوګي هم حتماً پورته کېږي.))
هغه زياته کړې، پاکستان يو لور ته ادعا کوي چې په افغان سوله کې مثبت رول لوبوي، خو حکومت دا هر څه له خلکو او وکيلانو پټ ساتلي، دا رول بايد خلکو ته روښانه شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د پارلمان دغه غړي ويلي، د پاکستان دا څه ډول مثبت رول دى چې دلته د طالبانو د کوېټې شورا، پېښور شورا او نورې شوراګانې په ښکاره ډول فعاليتونه کوي.
د نوموړي په وينا، څو پورې چې پاکستان د افغانستان په اړه ښکاره تګلاره ونه لري، نه به ترهګري ختمه شي او نه به هم امنيت ټينګ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP