ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ۴۰۶ پېښې ثبت شوې دي

په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ۴۰۶ پېښې ثبت شوې دي

author avatar
21 May 2021 - 14:21
په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ۴۰۶ پېښې ثبت شوې دي
author avatar
21 May 2021 - 14:21

کابل (پژواک،٣۱ غويی ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۴۰۶ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ١٠ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د غويي په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۲۱۴۹ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ۴۰۶ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۶۵ زره او ۴۸۶ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ۱۱۱ کسان په کابل، ۱۴هرات، ۶۵ کندهار، ۱۸ بلخ، ۲۸ ننګرهار، ۱۴ تخار، ۱۹ کندوز، ۲۴ پروان، ۲۲ میدان وردګ ،۱۵ کاپیسا، ۹۱ دایکنډي، ۴۷ لوګر،۱۰ کوڼر، ۱۲ لغمان،۵ پنجشېر او یو په خوست ولايتونو په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۵۷۹۰ ته رسېدلی دی.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٠ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر  ۲۷۹۲ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٦٤ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٣٩ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.