کندهار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): په کندهار کې د لومړي ځل لپاره کروندګرو ځمکني توتان کرلي چې ښه حاصلات یې ورکړي دي.
خصوصي سکتور یا کروندګرو پرته له دې چې د کرنې ریاست دغه بوټی ور وپېژني یا د دغه بوټي د ترویج لپاره کومه پروژه پلې کړي، په خپل نوښت دغه کار کړی دی.
کندهار چې انګور، انار او نورې مېوې یې د خوند او رنګ له مخې نړیوال شهرت لري، اوس په کې د نورو مېوو تر څنګ د ځمکني توتانو کرل هم د ودې په حال کې دي.
محمد نواب د کندهار له هغو کروندګرو څخه دی چې په ارغنداب ولسوالۍ کې یې پر خپله دوه جریبه ځمکه ځمکني توتان کرلي او ښه حاصلات یې ورڅخه اخیستي دي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ځمکني توتان کرل کېږي چې هلته د کرنې وزارت له خوا دغه بوټی کروندګرو ته ور پېژندل شوی او د ترویج په برخه کې یې پروژې پلې شوې دي.
خو دی وايي، په کندهار کې دا کار د کرنې وزارت له مرستې پرته شوی، کروندګرو په خپل نوښت د دغه بوټي تخم پیدا کړی او پر خپلو ځمکو یې کرلی دی.
د ده په خبره، که څه هم کروندګر د دغه نوي بوټي له روزلو او پاللو سره نا اشنا دي، خو په دې ورستیو کې لسګونو کروندګرو دې کار ته لاس اچولی دی.
دغه کروندګر وايي، شاوخوا درې کاله مخکې یې پر خپله یو جریب ځمکه د ځمکني توتانو تخم وکاره چې ډېر ښه حاصل یې ورکړ، له هغه وروسته اوس پر خپله دوه جریبه ځمکه دغه بوټی کري او د کال څلور فصله حاصل ورڅخه تر لاسه کوي.
دی زیاتوي: ((دا ډېره ښه خواري ده، دوه او درې نور کسان هم په کار درسره بوختېږي، بل دا ډېره ښه مېوه ده، خلک یې ډېره خوښوي، زموږ مشتریان ورځ تر بلې ډېرېږي.))
خلیل احمد بل کروندګر دی چې پر خپله ځمکه یې ځمکني توتان کرلي او له ښو حاصلاتو یې خوشحاله دی.
دغه کروندګر پژواک خبري اژانس ته وویل، له زموږ سره تر اوسه چا مرسته نه ده کړې، په خپله مو ځمکني توتان کرلي دي.
دی زیاتوي، اوسمهال د کندهار په ارغنداب، ډنډ او دامان ولسوالیو کې لسګونو کروندګرو دې کار ته مخه کړې ده، هغوی په خپلو شنو خونو او کرنیزو ځمکو کې ځمکني توتان کرلي دي.
نوموړی وايي چې ځمکني توتان د کال څلور فصله حاصل ورکوي او د هر فصل له حاصلاتو له ۲۵۰ تر ۳۰۰ زره افغانۍ عاید تر لاسه کوي.
ده دا هم وویل چې د مېوې تر څنګ د دغه بوټي بزغلی هم پلوري او یو دانه یې په ۷۰ افغانۍ ورکوي چې له دې لارې هم ډېر عاید لري.
د ده په خبره، هر کروندګر د ځمکني توتانو له کرلو، د حاصلاتو ټولولو، بسته بندي کولو او تر مارکېټ پورې رسولو ټولې چارې په خپله تر سره کوي.
هغه وویل، ځمکني توتان په کوچنیو پلاسټیکي ښیښې ته ورته قطیو کې پېک کوي چې په هر قطي کې ۳ سېره توتان ځایوي او په مارکېټ کې یې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانیو پلوري.
خو ده غوښتنه وکړه چې دولت باید په دې برخه کې له کروندګرو سره مرسته وکړي، څو هغوی د دغه بوټي پالنه او روزنه په مسلکي ډول وکړي، په امراضو او درملنه یې پوه شي.
دغه راز دی غوښتنه کوي چې دولت دې دوی ته په ولسوالیو کې سړې خونې جوړې کړي، څو ځمکني توتان او نورې مېوې په کې وساتي او د اړتیا پر مهال یې بازار ته وړاندې کړي.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وايي چې په کندهار کې خصوصي سکتور پرته له دې چې د کرنې ریاست ورسره مرسته وکړي او یا یې د ترویج پروژه پلې کړي، په خپل نوښت د ځمکني توتانو کرل پيل کړي چې د دې ځای له اب او هوا سره ښه توافق لري او ډېر حاصلات یې ورکړي دي.
هغه پژواک ته وويل، په مارکېټ کې دغې مېوې ته تقاضا لوړه ده، ځکه خو يې بیه هم لوړه ده.
د ده په خبره، دا مېوه په افغانستان کې نوې ده او ډېر کار نه دی ورته شوی خو اوس تازه د پراختیا او ترویج په حالت کې ده.
نوموړی دا په کندهار غوندې ولایت کې چې په ځینو ولسوالیو کې یې کوکنار کرل کېږي، د مخنیوي ښه بدیل ګڼي او وايي، اړوند ریاست به هڅه وکړي چې د دغې مېوې د کر کیلې په ترویج کې له کروندګرو سره ګډ کار وکړي.
خو ده د يوې ستونزې يادونه هم وکړه چې د دغې مېوې د Shelf life موده ډېره لنډه ده، کله چې یې حاصل راټول شي نو باید ژر تر مارکېټ پورې ورسول شي.
دی وايي، تر لرې مارکېټونو پورې اړتیا ده چې دغه مېوه په سړو خونو کې وساتل شي او بیا د یخچال لرونکو موټرو په وسیله ولېږدول شي څو خرابه نه شي.
د يادونې ده چې ځمکني توتان د خوراک تر څنګ د جوسو او درملو په جوړولو کې هم کارول کېږي.
د کرنې وزارت څه موده وړاندې خبر ورکړی و چې تېر کال د هېواد په کچه پر ۶۲ هکټاره ځمکه ځمکني توتان کرل شوي وو چې ۲۹۹ مټریک ټنه حاصلات یې ورکړي دي.
په هرات کې په ۳۱ هکټاره ځمکه ځمکني توتان کرل شوي وو چې د تولید کچه یې ۱۵۵ مټریک ټنه وه، له هرات وروسته په کندوز او بلخ کې هم ډېر ځمکني توتان تولید شوي، دغه راز په فاریاب، دایکنډي، سرپل او میدان وردګو ولایتونو کې هم ځمکني توتان کرل کېږي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان د ځمکني توتانو د کرکېلي او پالنې لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کلونو کې د خلکو ترمنځ د دې مېوې کرکېله او پالنه دود شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP