ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني خپل شل مشاوریتونه لغوه کړل

ولسمشر غني خپل شل مشاوریتونه لغوه کړل

author avatar
22 May 2021 - 14:25
ولسمشر غني خپل شل مشاوریتونه لغوه کړل
author avatar
22 May 2021 - 14:25

کابل (پژواک،د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): ولسمشرمحمد اشرف غني،خپل شل مشاوریتونه لغوه کړل چې ورسره د سلاکارانو او د هغوی د ۱۳۶ کارکوونکو دندې پای ته ورسېدې.

پژواک خبري اژانس ته د په لاس ورغليو سندونو کاپیانې ښیي چې د ۱۷ سلاکارانو دندې د چارو ادارې په وړاندیز او د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم پای ته رسېدلي او د دغو مشاوریتونو ټولیز ۱۰۹ کسیز تشکیل هم لغوه شوی دی.

سندونه ښیي چې د ولسمشر په یادو ۱۷ سلاکارانو کې په زېربنايي، انساني سرچینو او د ټکنالوجۍ چارو سلاکار محمد همایون قیومي، د روغتیايي چارو سلاکار رضوان الله احمدزی، د جنوب حوزې خلکو په چارو کې سلاکار محمد عثمان رحماني، د قومي او ټولنیزو چارو سلاکار محمد صادق، د شخړو حلولو چارو سلاکار مختار رشیدي، د قومي چارو سلاکار جمعه ګل خپلواک، له اداري فساد سره د مبارزې سلاکار نادر محسني، د پانګونې پراختیا په برخه کې د ولسمشر افتخاري سلاکار محمد داوود جبارخېل، د ټولنیزو چارو سلاکاران حفیظ الله محسني او محمد همایون شینواری، د خلکو په چارو کې سلاکار عبدالرحیم کریمي او له ملګرو ملتونو سره د همغږۍ سلاکار جاوېد نوراني شامل دي.

خو جاوېد نوراني وایي چې ده یوه کال  وړاندې ولسمشر ته استعفا ورکړې وه او اوس یې د دفتر تشکیل لغوه شوی دی.

دغه راز د اسلامي ثقافت او ارزښتونو د چارو سلاکار نعمت الله شهراني، د خلکو په چارو کې سلاکار امان الله مومند، د ټولنیزو چارو سلاکار دلبرجان ارمان، د ښې حکومتولۍ په چارو کې سلاکار عبدالحی نعمتي او په قومي او دیني چارو کې سلاکار محی الدین بلوچ هم په یادو ۱۷ کسانو کې شامل دي.

له یادو سلاکارانو د محمد همایون قیومي دنده په داسې حال کې پای ته رسېدلې چې د پژواک خبري اژانس د شاوخوا یوې نیمې میاشتې مخکې راپور له مخې، هغه (قیومي) د امریکا متحده ایالتونو کې د افغانستان سفارت د دېوال جوړولو پروژه کې له دوو نورو کسانو سره په ۷۱۹زره ډالر اختلاس You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.