لښکرګاه (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ١٤٠٠): د هلمند حکومتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د جګړې له امله د غنمو حاصلات او درمندونه سوځېدلي دي.
د هلمند د کرنې رياست د پلان او برنامو مدير رفيع الله قلم د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز لښکرګاه اړوند د بولان او د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کروندګرو د غنمو فصلونه او درمندونه سوځول شوي دي.
هغه زياته کړه:((په دغو سيمو کې سخت جنګونه روان دي، که جګړه همداسې دوام وکړي کېداى شي په نور ځايونو کې هم حاصلات له منځه ولاړ شي.))
نوموړي د بېلګې په توګه وويل چې د تېرې شپې په اوږدو کې يواځې د ناوې ولسوالۍ په کاپي شاپ سيمه کې د ٢٣ جريبه ځمکې د غنمو حاصلات له منځه تللي دي.
دغه راز د بولان سيمې يو تن کروندګر جنت ګل هم پژواک ته وويل چې د يو شمېر کروندګرو حاصلات سوځول شوي دي.
هغه وايي: ((دهقانانو بېچاره ګانو ټول کال خواري کړې وه اوس يې چې فصل حاصل ته ورسېده سوځول شوى دى، دوى به اوس تر اخر د کاله څه خوري، دا ډېر لوى ظلم شوى دى.))
په دې اړه د هلمند د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول محمد زمان همدرد پژواک ته وويل چې په يو شمېر سيمو کې د طالبانو د هاوان بريدونو له امله د کروندګرو حاصلات سوځېدلي دي.
خو دى وايي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او عاملينو ته به يې سخته سزا ورکړل شي.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د هلمند په مرکز او ځينو نورو سيمو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ پرله پسې جګړې روانې دي چې له امله یې يو شمېر کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن