Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په پېښور کې د ميرويس نيکه په یاد سيمينار جوړ شو

کابل (پژواک، ٢ غويى ١٤٠٠): د کوزې پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې د ميرويس نيکه په یاد سيمينار ترسره شو چې په کې د لر او بر پښتنو ليکوالو او مشرانو برخه اخيستې وه.

دا سيمينار د وزير محمد ګل خان پښتو اکاډمي او د صابر د رڼا ملګري تحريک له خوا په ګډه جوړ شوى و.

د دغه سيمينار تنظيموونکي سيد صابر شاه صابر پژواک اژانس ته وويل چې په دغه سيمينار کې د لر او بر پښتنو ليکوالو، شاعرانو، اديبانو، قومي مشرانو او مينه والو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه چې سيمينار ته له افغانستانه استاد حبيب الله رفيع، پوهاند محمد اسماعيل يون، سياسي مشر اسحاق ګيلاني، له امريکا څخه ګل لښتې سدوزۍ او له اروپا څخه اجمل اټک يوسفزي پيغامونه استولي وو.

د ده په وينا، دوى په خپلو پيغامونو کې د وزير محمد ګل خان پښتو اکاډمي او د صابر رڼا ملګري تحريک څخه مننه کړې چې د پښتنو  د ستر مشر ميرويس نيکه ياد يې را ژوندى کړ او په وياړ يې سيمينار جوړ کړ.

صابر شاه صابر وايي چې د کوزې پښتونخوا په نصاب کې د پښتنو د مشرانو په اړه ډېر معلومات نشته، نو دا ډېر اړين و چې د نوي نسل د معلوماتو لپاره د پښتنو د سترو مشاهيرو په اړه دا ډول سيمينارونه جوړ شي.

وروسته ګډونوالو د ميرويس نيکه د مبارزې او خدمتونو په اړه خپلې مقالې او نظمونه وړاندې کړل.

د سيمينار په دويمه برخه کې مشاعره وشوه چې په کې شاعرانو خپل شعرونه واورول چې د ګډونوالو له خوا وستايل شول.

د يادونې  ده، تېره مياشت د يادو ادارو له خوا د ایمل خان بابا په ياد هم سيمينار جوړ شوى و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.