کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ١٤٠٠): د کرکټ مشهور افغان لوبغاړي راشد خان د نړۍ له مشرانو غوښتي چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې وکړي.
هغه تېره شپه په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې خپله سياستوال نه دى، خو د ټولې نړۍ پر مشرانو غږ يې کړى چې سيمې ته د سولې راتلو په برخه کې هڅه وکړي.
راشد خان زياته کړې: ((زه په جګړو کې را لوى شوى يم او پوهېږم له دې وضعيت څخه ماشومان ويرېږي، زه نور دا نه شم ليدلى.))
د کرکټ دغه افغان لوبغاړي ويلي چې نور نه شي کولى چې په افغانستان او فلسطين کې د ماشومانو وژل وګوري.
هغه وايي: ((موږ بايد نور د حقايقو لپاره يو موټی شو.))
راشد خان په داسې حال کې دا ډول څرګندونې کړې چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، هر کال په افغانستان کې د جګړو له امله سلګونو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت د کابل پر سيد الشهداء ښوونځي موټربم بريد کې تر ٧٠ پورې ماشومان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شوي وو.
دغه راز پر فلسطين د اسرائيلو ځواکونو وروستيو بريدونو کې هم لسګونو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن