ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا لاريون کوونکي: د څمکنيوــ جانيخېلو سړک جوړولو عملي کار دې پيل شي

د پکتيا لاريون کوونکي: د څمکنيوــ جانيخېلو سړک جوړولو عملي کار دې پيل شي

author avatar
25 May 2021 - 13:45
د پکتيا لاريون کوونکي: د څمکنيوــ جانيخېلو سړک جوړولو عملي کار دې پيل شي
author avatar
25 May 2021 - 13:45

ګردېز (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۰): د پکتيا ولايت د څمکنيو او جانيخېلو ولسواليو ګڼ شمېر ځوانانو او مشرانو په يوه اعتراضيه لاريون کې نيوکه وکړه چې له څو کلونو راهيسې ورسره د يادو ولسواليو د نښلوونکي سړک د اساسي جوړېدو ژمنې شوې، خو تر اوسه يې په اړه هېڅ عملي کار نه دی شوی .

دوی وايي، تر هغه به پيل کړيو اعتراضونو ته دوام ورکړي، تر څو يې د دغې مهمې پروژې عملي چارې نه وي پيل شوې.

د څمکنيو ځوانانو شورا مشر رووف خان څمکنی وايي چې له ډېرو کلونو راهيسې ور سره د بېلابېلو چارواکو له خوا د دغه سړک د عملي چارو د پيل ژمنې شوې، خو په خبره يې په عمل کې هېڅ هم نشته.

هغه د دغه لاريون پر مهال پژواک ته وويل:”څلور مياشتې مخکې بوديجه تصويب شوې، په درې مياشتو کې تدارکاتي پروسه نه تر سره کيږي، دا څنګه دولت دی؟ حمل مياشت کې يې بايد کارونه شروع شوي وای، درې مياشتې وروسته بيا ژمی دی، دا هم ژمنه ده او موږ يې نه منو.”

مدني فعال دين محمد همت وويل چې د ياد سړک د خرابۍ له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او په خبره يې خلک نور د دغو ستونزو د زغم توان نه لري.

همت زياته کړه:”دغه لوی او مهم سړک، چې له ډېرو کلونو يې له موږ سره ژمنې کيږي، خو تر اوسه کنډ و کپر پروت دی، خلک نهايت په عذاب شوي. نور د چا په ژمنو نه غلطيږو، کاغذونه نه منو، عملي کار غواړو، که عمل ونه ګورو، تر ولايت او نورو ځايونو اعتراضونه غځوو. په دې اړه د رئيس صيب جمهور جدي پاملرنه غواړو.”

د جانيخېلو ولسوالۍ قومي مشر حاجې نورالدين پژواک ته وويل چې جانيخېلو ولسوالۍ ته په هېڅ برخه کې پام نه دی شوی او لا هم د مسوولو ادارو له پاملرنې لرې پاتې ده.

نوموړی وايي:”ټولو له موږ سره خيانت کړی دی، رئيس جمهور موږ سره د خدمت وعده کړې وه، خو زموږ معارف، سړک، ځوانان او هره برخه تباه ده، ولې؟ که اړتيا شي، بېخي دا لاره بندوو. موږ د سړک جوړېدل او خپل حقونه غواړو.”

خو د پکتيا ولايت د سړکونو د ساتنې او څارنې رياست وايي چې ياد سړک درې لاټه لري، چې د دوه هغو سروې او ډیزاين يې مخکې تر سره او اوسمهال په تدارکاتي پړاو کې دی.

د ياد رياست مشر جهانيار اکبرزي پژواک ته وويل:”د بوديجې د شتون په صورت کې به د يادو دوه برخو تدارکاتي مراحل تر سره شي؛ د يو لاټ سروې يې نه ده شوې. په راتلونکو لنډو ورځو کې به يې د اساسي سروې او وروسته د ډيزاين او بعدي مراحلو کار تر سره شي.”

د څمکنيو ــ جانيخېلو شاوخوا ۲۸ کيلو متره سړک د پکتيا ولايت يو له مهمو سړکونو او پروژو څخه دی، چې د رغونې په اړه یې ګڼې ژمنې شوې دي.

د پکتيا اوسنی والي محمدحليم فدايي له پژواک سره په وروستۍ مرکه کې هم د ياد سړک پر اهميت غږېدلی و او ويلي یې و، چې د روان کال د پيل په شاوخوا کې به يې عملي چارې پیل شي، خو تر اوسه يې د عملي کارونو هېڅ څرک نشته.

Views: 111

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.