کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۰) : د امریکا د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د ملي امنیت سلاکار سره د ترهګرۍ پر ضد د ګډې همکارۍ ترڅنګ پر امنیت او سولې خبرې کړې دي.
د امنیت شورا دفتر لخوا د غبرګولي په ۵مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان نن د افغانستان دملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله سره ټېلیفوني خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې په دې اړه اړیکه کې دواړو لوریو د ترهګرۍ د مخنیوي او امنیت په برخه کې دهمکدذریو پر دوام بحث وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دامریکا د مليز امنیت سلاکار سلیوان له افغانستان سره د پراختیایی مرستوو دافغان امنیتي او دفاعي خواکونو د ملاړړ او د سولې په پروسه کې د خپل هیواد پر همکاریو ټینګار وکړ.
د ملي امنیت شورا وایي چې ددې اړیکې پر مهال د ناټو د ځآنګړي استازي ترڅنګ په کابل کې د یو شمیر هیوادونو استازو هم ګډون کړي وو.
ډاکتر محب ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان حکومت د کابل او بهرنیو سفارتونو د امنیت لپاره جدي اقدامات کړي دي.
د ناټو ملکي استازي سټیفانو ډاډ ورکړ چې دوی به د کابل هوایي ډګر ترڅنګ په نورو برخو کې هم خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.