ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاریون کوونکو د غور- کابل لویه لار تړلې

لاریون کوونکو د غور- کابل لویه لار تړلې

author avatar
27 May 2021 - 13:38
لاریون کوونکو د غور- کابل لویه لار تړلې
author avatar
27 May 2021 - 13:38

فېروزکوه (پژواک،۶غبرګولی ۱۴۰۰): د لعل او سرجنګل ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکو د اووه ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون کړی او د غور- کابل لویه لار یې تړلې ده.

دغو کسانو د غور د ولایتي شورا له غړو سره په همغږۍ له هغه وروسته لاریون پیل کړی چې په تېره یوه میاشت کې د غور-هرات په مرکزي او غور- کابل پر لویو لارو د یادې ولسوالۍ اووه ملکي وګړي د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

د یاد ولایت د ولایتي شورا غړي عبدالحمید ناطقي وویل چې حکومت پر دغو لارو د مسافرو له وژل کېدو وروسته له دوی سره ژمنه کړې چې پر یادو لارو به امنیتي پوستې جوړوي څو د خلکو امنیت ټینګ شي؛ خو ژمنه یې تر اوسه نه ده پوره کړې.

ناطقي زیاته کړه چې د دغې ولسوالۍ خلکو نن سهار د غور- کابل لویه لار تړلې او خبرداری یې ورکړی چې د حکومت د ژمنې ترعملي کېدو به یې خلاصه نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې «د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په شینه غونډۍ او باین بند کې په دوو پرله پسې پېښو کې د یادې ولسوالۍ کسان ووژل شول.

د دغې ولسوالۍ خلکو همغه مهال د اعتراض په ډول وویل چې لویه لار تړي؛ خو حکومت د امنیت ټینګښت ژمنه ورسره وکړه، له بده مرغه چې د خلکو غوښتنې ته رسېدنه ونه شوه چې له امله یې نن لویه لار تړلې ده.

د ولایتي شورا یاد غړي زیاته کړه چې حکومت باید امنیتي مرکزونه جوړ او د خلکو امنیت تامین کړي، له هغه پرته به لاریونوال لاره خلاصه نه کړي.

د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکو هم له مرکزي او سیمه ییز حکومته وغوښتل چې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې دې د لویو لارو امنیت ټینګ کړي.

دوی د فېروزکوه- لعل او سرجنګل د لویې لارې په شینه او زرتلي سیمه کې د دوو امنیتي پوستو د جوړېدو غوښتنه کوي او وایي چې لارې ته د څېرمه اوسېدونکو څخه دې هم ژمنه واخیستل شي چې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکي علي حسیني پژواک ته وویل: «والي راغلی و او د لعل خلکو سره یې د امنیت د ټینګښت ژمنه وکړه؛ خو له بده مرغه کړې ژمنې یې عملي نه کړې، موږ نن د اعتراض په ډول لاره په دې موخه تړلې چې د لارې په اوږدو کې د دوو پوستو جوړولو او لارې د امنیت ټینګښت غوښتنې ته مو رسېدنه وشي.»

یادو کسانو دغه راز څلور ماده ییز پرېکړه لیک هم خپور او پر غوښتنو یې ټینګار وکړ او ویې ویل، دغه لاریون به یې تاوتریخوالی نه رامنځته کوي او د دوی د غوښتنو تر منل کېدو به دوام وکړي.

بلخوا د غور والي عبدالظاهر فیض زاده وویل چې سمیه ییز حکومت به ژر د خلکو دغو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

فیض زاده زیاته کړه: «موږ د خلکو غوښتنې ته ژر رسېدنه کوو.»

د غور د مرکز فېروزکوه ښار ځینې اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې له درېیو میاشتو راهیسې پروازونه درېدلي او که لویه لار ژر خلاصه نه شي دوی به له ستونزو سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې یوه کال راهیسې طالبانو د غور- هرات لویه لار تر خپل کنټرول لاندې راوستلې او دولتي کسان پر دغه لار سفر نه شي کولای.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.