کابل (پژواک، ٨ غبرګولى ١٤٠٠) : د افغانستان او استراليا د سوداګرۍ او پانکونې ګډې خونې د استراليا له حکومت څخه وغوښتل چې په کابل کې دې د خپل سفارت تړلو په اړه بيا فکر وکړي.
د استراليا حکومت د امنيتي ملحوظاتو له امله پرون د جمعې په ورځ په افغانستان کې خپل سفارت د لنډمهاله لپاره وتاړه.
د افغانستان او استراليا د سوداګرۍ او پانکونې ګډې خونې بنسټګر او د مديره پلاوي مشر اجمل حميد عبدالرحیمزي د غبرګولي په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سفارتونو شتون او فعالیت د هېوادونو تر منځ د سوداګریزو او پانګونې د اسانتیا اړیکو د پیاوړتیا لامل ګرځي؛ نو له همدې امله دغه پرېکړه د سوداګرو د اندېښنې لامل ګرځېدلې ده.
د عبدالرحيمزي په وينا، افغانستان او استرالیا له څو لسیزو راهيسې د ښو ديپلوماټیکو اړیکو تر څنګ، د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې هم تاریخي مخینه لري.
هغه زياته کړه: « موږ د استرالیا حکومت د بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او پانګونې له همکاریو څخه د مننې تر څنګ له دوی څخه په درنښت هیله کوو چې په دغې برخه کې دې بیا ځل فکر وکړي تر څو په افغانستان کې د یاد هېواد سفارت تړله له امله د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور اندېښنه په پام کې ونيسي. »
عبدالرحیمزی وايي، اقتصاد محوره بهرنی سیاست، د هېوادونو تر منځ د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لامل ګرځي.
د افغانستان-استرالیا د سوداګرۍ او پانګونې ګډې خونې (AACCI) له ۲۰۲۰ کال راهيسې په دواړو هېوادونو کې د قانوني پړاوونو له ترسره کولو څخه وروسته رسما خپل فعالیت د اړیکو د پیاوړتیا، د خصوصي سکټور ملاتړ او د پانګونې د هڅونې په موخه پیل کړی دی.
Views: 58
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP